ترکيې په عراق او سوريه کې هوايي بريدونه کړي
۱۴۰۳ آبان ۳, پنجشنبهدترکیې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۲۴مه) وویل: «په شمالي عراق او سوریه کې د ترهګرو د اهدافو پر ضد هوایي عملیات ترسره شول.» مخکې له دې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د کردستان کارګر ګوند په ترکیه کې د برید مسؤل ګڼلی وو.
برید د انقرې څخه ۴۰ کیلومتره لیرې د ترکیې د دفاعي صنعت د مرکزي دفتر مخې ته وشو. په دغه برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، دا برید د یو سړي او یوې ښځې لخوا ترسره شوی و او دا چې دواړه برید کوونکي وژل شوي دي.
د نیمې شپې وروسته د ترکیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په عراق او سوریه کې یې هوایي بریدونه پیل کړي دي. په وينا يې دغه بريدونه د هغوی د «ځان دفاع د حقونو» مطابق ترسره شوي دي. وزارت زیاته کړه چې «د ترهګرو ټول ۳۲ اهداف په بریالیتوب سره له منځه وړل شوي دي» او دا چې عملیات به لا هم دوام وکړي.
دغه هم ولولئ: د اردوغان رقيب گولن مړ سو
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر یرلیکایا څرګندونې
یرلیکایا د چهارشنبې په ماښام وویل چې د پېښې په اړه څېړنې لا هم روانې دي، خو د برید ترسره کولو بڼه ښیي چې دا برید ښایي د PKK سره تړاو ولري. تر اوسه چا د دې برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو د راپورونو له مخې برید کوونکو ځانمرګی برید ترسره کړی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان برید یو «ناوړه ترهګریز» عمل وباله چې د ترکیې د دفاعي صنعت یو مهم ځای یې په نخښه کړی. هغه وویل: «هیڅ داسې جوړښت یا ترهګره ډله چې زموږ امنیت ته ګواښ وي، خپلې موخې ته نه شي رسېدای.»
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر یاسر ګولر هم وویل: «دوی تل هڅه کوي چې زموږ ملت ته زیان ورسوي، خو موږ به د PKK جنایتکارانو ته تل سزا ورکړو.»
د نړیوالو له خوا هم په ترکیه کې وروستي برید ته د ترهګرۍ پر وړاندې غبرګونونه ورکړل شول. د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو استازي جوزپ بورېل او د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ یاد برید په کلکو ټکو وغانده او د ترکیې ملاتړ یې اعلان کړ.
د امریکا حکومت هم د برید په اړه غبرګون وښود. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل: «که څه هم موږ د برید د موخې یا عاملینو په اړه لا هم معلومات نه لرو، خو دا عمل په کلکه غندو.»
آ./ا.ا./ا.خ.ح.