د واده په مراسمو کې د هاوان مرمۍ لګیدلو ۷ انسانان ووژل
۱۴۰۰ خرداد ۹, یکشنبه![Afghanistan Tote nach Explosion bei Hochzeitsfeier in Kabul](https://static.dw.com/image/50066270_800.webp)
د افغانستان سیمه ایزو ادارو د یکشنبې په ورځ (د می میاشتې ۳۰ نیټه) د دې خبر په تائیدولو سره ویلي دي چې د هاوان مرمۍ په داسې یو وخت کې د استوګنې پر یوې ودانۍ لګیدلې ده چې خلک د واده مراسمو په لمانځلو اخته ول. په دې پيښه کې د ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او دری نور ټپیان دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي. تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه مرمۍ د کومې ډلې له خوا توغول شوې ده.
د تګاب ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې حکومتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې په جګړه بوخت دي. دواړه خواوې د دې پيښې پړه یو بر بل ور اچوي.
د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې هم د شنبې په ورځ په غوریان ولسوالۍ کې شپږ تنه امنیتي ځواکونه هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړه پر یوه ځای پرځای شوي بم ور وخوت.
د هرات ولایت دفتر د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې دغو ځواکونو د ایران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د لیکې د ساتنې مسئولیت په غاړه درلود.
د می میاشتې په اوایلو کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر د پيلیدو راهیسې په دغه هیواد کې خونړیو جګړو زور اخیستی دی. طالبانو په ډير شمیر ولسوالیو کې تعرضي بریدونه پيل کړي دي.
هره ورځ ملکي خلک د دغو شخړو قرباني کیږي. د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ په تیرو اونیو کې لس زره کسان د خپل کور کلي پریښودو ته اړ شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د روان کال د سپټمبر میاشتې پورې به امریکا او د ناټو نور غړي هیوادونه خپل وروستي سرتیري هم له افغانستان څخه وباسي
آ./ش.ن./ا.ا.