1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د تایوان په اطرافو کې جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړي

۱۴۰۲ فروردین ۱۷, پنجشنبه

وروسته له دې چې د تایوان ولسمشره د امریکا د کانګرس له مشر سره ولیدل چین د تایوان اطرافو ته جنګي بیړۍ واستولې. بیجینګ تر دې ملاقات مخکې د «شدید غبرګون» ښودلو خبرداری ورکړی و.

 Liaoning-Flugzeugträger der chinesischen Marine
انځور: Hu Shanmin/Xinhua/picture alliance

د تایوان د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي دي داسې معلومات یي ترلاسه کړي دي چې چین د تایوان په شاوخوا اوبو کې د اوبتلونو ضد یوه چورلکه او دری جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړي دي.

د تايوان له ولسمشرې سره د استازو مجلس د مشر ليدنه؛ چين امريکا ته خبرداری ورکړی

د تایوان ولسمشري د چهارشنبې په ورځ په لاس اینجلس کې د امریکا د استازو مجلس له مشر کوین میکارتهي سره ملاقات وکړ.

زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

چین د دواړو خواو ترمنځ د ملاقات له کبله په وار وار خبرداری ورکړی و او ویلې يې ول چې دا میټینګ باید ونه شي. له ملاقات څخه څو ساعته مخکې لا بیجینګ تایوان ته نږدې اوبو کې یوه الوتکه لیږدونکې جنګي بیړۍ ګمارلې وه.

د تایوان د دفاع وزارت د پنجشنبې په سهار وویل چې د تایوان ټاپو له چین څخه په جلا کوونکو اوبو کې درې اضافي جنګي بیړۍ لیدلي دي.

تایوان د لوړې درجې تیارسي په حال کې

د تایوان د دفاع وزات زیاته کړې ده: «وسله وال ځواکونه وضعیت څاري. هوایي ځواکونو او سمندري بیړیو او له ځمکې څخه د توغندیو توغوونکي سیستم ته د دغو فعالیتونو د ځواب ورکولو کار سپارل شوی دی.»

د تایوان د دفاع وزیر چپو کوو چینګ، د دوو چینایي الوتکې لیږدونکو بیړیو څخه د یوه «شان ډونګ» د ګمارل کیدو وخت «حساس» بللی دی.

په تیر اګست کې کله چې د امریکا د ګانګرس پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي تایوان ته سفر کړی و، نو چین يې په غبرګون کې د تایوان ټاپو شاوخوا ته خپل تر ټولو ستر فضایې او سمندري مانورۍ پيل کړې وې.

زمونږ د فسبوک شبکې سره یوځای شئ:

په  هغه وخت کې چین د تایوان شاوخوا اوبو کې جنګي بیړۍ او توغندي او په فضا کې جنګي الوتکې ګمارلې وې. په دې اساس له میکارتهي سره د ملاقات پر وړاندې غبرګون ډیر د ټيټې کچې و، خو سره له دې هم تایوان د لوړې کچې د تیارسي په حال کې دی. 

د تایوان ولسمشري او میکارتهي پر کومو موضوعاتو خبرې کړي؟

د تایوان ولسمشري سائې انګ وین د لاتین امریکا په دوره وه او دا په لاره کې یوازې د لږ وخت له پاره په لاس اینجلس کې تمه شوې وه.

د ملاقات پر مهال میکارتهي د تایوان ولسمشره «د امریکا ستره دوسته» وبلله. هغه وویل: «زه هیله مند یم چې مونږ به د امریکا او تایوان خلکو ته د اقتصادي آزادۍ، جمهوریت، امن او ثبات ته د پرمختګ ورکولو له پاره په ګډه د کار کولو لارې چارې ولټوو.»

چين امريکا ته د احتمالي «شخړې او ټکر» څخه خبرداری ورکړ

د تایوان ولسمشري سایې انګ وین وویل: «د دوی موجودیت او با ثباته ملاتړ د تایوان خلکو ته ډاډ ورکوي چې موږ منزوي او یوازې نه یوو.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب