1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تايوان ته څېرمه د يو شمیر چينايي کښتيو او الوتکو تمرينونه

بريښنا صابر | رويټرز
۱۴۰۳ آذر ۲۱, چهارشنبه

د تایوان پوځ ويلي دي چې په لسونو چينایي الوتکې او کښتۍ د دغه هېواد په شا او خوا کې ليدل شوي دي. چين دغه ټاپو ته څېرمه د څو لسیزو خپل تر ټولو ستر پوځي تمرينونه پېل کړي دي.

آرشيف انځور: د تایوان يوه الوتکه
د چينايي الوتکو او کښتيو دا تازه فعاليتونه په داسې حال کې ليدل شوي دي چې چين د څو کلونو د مودې خپل تر ټولو ستر پوځي تمرينونه کوي.انځور: Chiang Ying-ying/AP/picture alliance

د تايوان د دفاع وزارت د چهار شنبې (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱۰) په ورځ وويل چې دغه ټاپو ته څېرمه د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د چین ۵۳ الوتکې او ۱۹ کښتۍ د ګزمې په حال کې ليدل شوي دي.

د چينايي الوتکو او کښتيو دا تازه فعاليتونه په داسې حال کې ليدل شوي دي چې چين د څو کلونو د مودې خپل تر ټولو ستر پوځي تمرينونه کوي.

د تايوان په شا او خوا کې د چينايي الوتکو او کښتيو فعاليت

د تایوان د دفاع وزارت د ايکس د يوه پوست له لارې وويل چې «نن سهار تر ۶ بجو پورې ۵۳ پي ال ای الوتکې، ۱۱ پي ال ای ان بيړۍ او ۸ نورې د دولتي سمندري ځواک کښتۍ وليدل شوې.»

وزارت خپل د هوايي دفاع مشخصوونکې ساحې ته په اشارې سره وويل: «۲۳ الوتکې له هوايي حدودو را اوښتي او د تایوان شمالي، جنوب لوېدیځو او ختيځو سيمو ته هم داخلې شوي.»

د تایوان پوځ وويل چې دوی وضعيت څارلی او غبرګون یې هم ښوولی دی.

د چين د څو لسیزو تر ټولو سترو تمرينونو خبرونه

تر دې دمخه د سې شنبې په ورځ تايوان ويلي ول چې چين په کابو تېرو دريو لسیزو کې په سيمه ایزو اوبو کې خپله تر ټولو ستره سمندري بیړۍ کښته کړې او د تایوان د ټاپوګانو په شا او خوا کې یې تقريباً ۹۰ کښتۍ ځای پر ځای کړي دي چې د اوکی ناوا، تایوان او فلېپين ترمنځ پراته دي.

خو د چین د خلکو د آزادۍ پوځ (پي ال ای) په سيمه کې د دغو پوځي فعاليتونو په اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې. په سيمه کې په دې وروستيو کې ترنګلتيا هغه وخت نوره هم ډېره شوه چې د تایوان ولسمشر لای چنګ، تېره اونۍ امریکا ته سفر وکړ.

د رويترز خبری آژانس د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړی وو کله د تایوان په شا او خوا کې د چین د پوځي هلو ځلو په اړه وپوښتل شول نو د تایوان د چارو چينايي دفتر وویل چې حکومت به یې د آزادۍ د ترلاسه کولو په موخه له بهرنيو قدرتونو سره په ګډه پلان جوړونکي د تايوان «بيلتون غوښتونکي» عناصر هيڅکله داسې آزاد پرېنږدي.

تایوان ځان يو خپلواک دولت ګڼي خو چین یې د ملکيت دعوا کوي او د دغه ټاپو د بيرته ترلاسه کولو له پاره د زور کارول هم نه ردوي.

زموږ له آرشيف څخه:

تایوان: د چین دودیز درمل د نابودي له ګواښ سره مخامخ دي

01:34

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب