1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

داعش د کابل د بریښنا پر پایو د برید مسئولیت په غاړه اخیستی

۱۴۰۰ آبان ۱, شنبه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پنجشنبې په ورځ د بريښنا پرې کیدل په ظاهره کې د داعش ترهګرې ډلې د جنګیالیو د برید په نتیجه کې رامنځته شوي دي.

Afghanistan | Zerstörte Stromleitungen
آرشیف انځورانځور: Ghazanfar Adeli/DW

په سیمه کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې خراسان (IS-K) څانګې د جمعې (د اکتوبر میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ په ټولنیزه شبکه تلګرام کې ولیکل چې د دې ډلې جهادیانو د بریښنا رسولو یوه پایه په بمونو الوزولې ده.

د پنجشنبې ورځې د چاودنې له کبله د لوړ ولتاژ بريښنا رسونې مزي چې د پلازمېنې کابل او یو شمیر نورو ولایتونو بریښنا یې تامينوله، زیانمن شوي دي.

دغه برید چې داعش یې د ترسره کولو ادعا کوي، د اسلام پاله طالبانو حکومت ته یو بل ټکان دی چې د اګست میاشتې له نیمایي څخه واک ته تر رسیدو وروسته په افغانستان کې د امنیت او ثبات راوستلو له پاره کوښښ کوي.

افغانستان په پراخه پيمانه د ګاونډیو هیوادونو ازبیکستان او تاجیکستان پر بريښنا اتکا کوي. له همدې امله د ګاونډیو هیوادونو سره دغه وصلونکي د بريښنا مزي ډیر مهم ګڼل کیږي او ډیري وختونه د بریدونو په ترڅ کې په نښه کیږي.

طالبانو د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن حکومت پر ضد خپله شل کلنه جګړه کې هم په پرله پسې ډول د بريښنا تاسیسات د خپلو بریدونو هدف ګرځولي وو.

طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته ژمنه وکړه چې افغانستان ته به امنیت راولي. دغه هیواد په تیرو اونیو کې څو واره د داعش د خراسان څانګې درنو حملو لړزولی دی.

د طالبانو مخالفې دغې جهادي ډلې د نورو ترڅنګ تیره اونۍ په کندهار کې د شعیه ګانو پر جومات د برید مسئولیت هم په غاړه اخیستی دی. په دې برید کې ۶۰ تنه وژل شوي وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب