تاجيکستان: د افغانستان سره پر پوله درې «قاچاقچيان» وژل شوي
۱۴۰۴ بهمن ۱۰, جمعه
تاجيکستان له افغانستان سره ۱۳۵۰ کيلومتره اوږد سرحد او له طالبانو سره چې دمګړۍ په کابل کې واکمن دي، ترينګلې اړيکي لري.
د تاجيکستان دولتي خبري آژانس «خوار» د تاجيک چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې د «مخدره موادو د پنځوو قاچاق وړونکو» له ډلې څخه یې درې تنه د «وسله وال مقاومت» تر ښوولو وروسته وژل شوي دي.
اړونده موضوع: د افغانستان او تاجیکستان پر پوله نښته؛ پنځه کسان وژل شوي
په دې نښته کې چې په جنوبي ختلان سيمه کې رامنځته شوې ده، دوه کسان «د شپې په تياره کې د افغانستان پر لور په تېښته بريالي شوي دي.»
دا د نوامبر میاشتې راهېسې پر پوله د مرګونو وسله والو نښتو شپږمه پېښه ده چې تاجيکستان یې په اړه رپوټ ورکړی دی.
د فرانسې د خبري آژانس د شمیرو په حواله چې د تاجيکستان پر رسمي ارقامو متکي دي، په ټوله کې په دې نښتو کې ۱۹ کسان وژل شوي دي.
په وژل شويو کې د تاجيکستان پوله ساتي، چينايي کارکوونکي او همدا شان هغه کسان شامل دي چې په دوشنبه کې یې چارواکي «قاچاق وړونکي» او «ترهګر» بولي.
تاجيکستان په کابل کې د طالبانو له ادارې غوښتنه کړې ده چې په سرحدي سيمو کې د ناامنۍ د مخنيوي په موخه دې ډول حادثو ته رسيدګي وکړي.
يو شمیر وسله والې ډلې چې د جماعت انصارالله او د داعش خراسان څانګې پکې شاملې دي، په دې غرنۍ سرحدي سيمه کې فعاليت کوي.
اړونده موضوع: له اخراج څخه بیره؛ «په تاجيکستان کې له میاشتو راهیسې افغانان په کورونو کې پټ دي»
د تاجيکستان رئيس جمهور امام علي رحمان، د افغانستان پر اوسنيو حاکمانو انتقاد کړی او په کابل کې یې اوسنیو حاکمانو غوښتنه کړې ده چې د تاجيک قوم حقونو ته چې د افغانستان د نفوس يو پر څلورمه برخه جوړوي، درناوې وکړي.
د تاجيکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ اړيکې ترینګلې دي او دې ګاونډي هېواد تر اوسه په کابل کې د طالبانو اداره په رسميت نه ده پيژندلې.