1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجکستان وايي د افغانستان پر پوله يې څلور «ترهګر» وژلي

احمد ولي اڅکزی | د فرانسې خبري آژآنس
۱۴۰۴ دی ۲۸, یکشنبه

تاجکستاني چارواکي وايي د افغانستان له لوري اوښتي څلور «ترهګر» يې په جنوبي ختلون کې «خونثی» کړي دي. په دې وروستيو اونيو د پولې اوږدو کې دغه راز خونړۍ پېښې زياتې شوې او د نومبر راهيسې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د تاجکستان د غرونو او زرغونو ډاګونو منظره
د افغانستان او تاجکستان تر منځ پوله غرنيزه دهانځور: Alexela/Depositphotos/IMAGO

د تاجکستان چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل، هغه څلور «ترهګر» یې «خونثی» کړي دي چې د ګاونډي افغانستان له لوري يې پولې ته اوښتې وو. د تاجکستان د دولتي رسنيو د راپور له مخې، دا پېښه په داسې سيمه کې شوې ده چې په وروستيو اونيو کې پکې خونړۍ پېښې زياتې شوې دي.

تاجکستان چې د مرکزي اسيا هېواد دی، له افغانستان سره غرنۍ پوله لري او په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره يې اړيکې ترينګلې پاتې شوې دي.

د تاجکستان د امنيتي ادارو د څرګندونو له مخې چې د دغه هیواد دولتي «خووار» خبري اژانس يې نقل کوي، «څلور ترهګر خونثی کړل شول» وروسته له هغې چې هغوی د ختلون ولايت په جنوبي سيمه کې د وسلو اېښودلو ته غاړه کېنښوده.

دغه هم ولولئ: متقي: ځينې مغرضې کړۍ د افغانستان او تاجکستان اړيکې خرابول غواړي

تاجک چارواکو راپور ورکړی چې د تیر کال له نومبر راهيسې د غرنۍ پولې پر اوږدو چې شاوخوا ۱۳۵۰ کيلومتره (۸۴۰ مېله) اوږدوالی لري، لږ تر لږه پنځه دغه راز خونړۍ پېښې شوې دي.

د فرانسې د خبري آژانس د رسمي معلوماتو پر بنسټ په ټوله کې ۱۶ کسان وژل شوي دي. په دې کې تاجک پوله‌ساتونکي، چينايي کارکوونکي او هغه کسان هم شامل دي چې دوشنبه يې «قاچاقبران» او «ترهګر» بولي.

د تیر میلادي کال د نومبر په مياشت کې پر چينايي وګړو د بريدونو وروسته، تاجک چارواکو له طالبانو وغوښتل چې د پولې د بې‌ثباتۍ د مخنيوي لپاره اقدامات وکړي، ځکه په دغه نا ارامه سرحدي سيمه کې د نشه ‌يي توکو قاچاقبران او ترهګرې ډلې فعالې دي.

دغه هم ولولئ: افغانستان ته د تاجکستان د لوړپوري پلاوي سفر

د مرکزي اسيا د نورو مشرانو برعکس چې له طالبانو سره خپلې اړيکې پياوړې کوي، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان چې له ۱۹۹۲ کال راهيسې په واک کې دی په ښکاره توګه د افغانستان پر اوسنیو چارواکو نيوکې کوي.

خو تاجکستان له کابل سره د همکارۍ پر لور هم ګامونه اخلي چې پکې د برېښنا لېږد، د پولې په اوږدو کې د بازارونو پرانېستل او د طالبانو او د تاجکستان د ځايي چارواکو ترمنځ ناستې شاملې دي.


 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب