1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تخار: «د طالبانو په برید کې دوه ملکي کسان وژل شوي دي»

۱۴۰۰ فروردین ۱۴, شنبه

د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ وايي چې طالبانو د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې دوه ملکي کسان وژلي دي. بل خوا د طالبانو يوه ویاند حکومتي ځواکونه پر ملکیانو او ملکي سیمو د حملو په ترسره کولو تورن کړي دي.

Afghanistan Tachar-Provinz Bombenanschlag bei Wahlkampfveranstaltung
انځور: Getty Images/AFP/N. Sadeq

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند، عبدالخلیل اسير رسنيو ته په يوه استول شوې پيغام کې ويلي دي چې دغه دوه ځوانان هغه مهال د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې ووژل شول چې طالبانو يې پر حامل موټر ډزې وکړې. هغه ويلي دي چې دغه پيښه د يادې ولسوالۍ په «قندهاري قشلاق» سیمه کې پرون له غرمې وروسته رامنځ ته شوې ده.

اسير زياته کړې ده چې «وژل شوي ځوانان د بلخ او فارياب ولایتونو اوسیدونکي ول.»

تخار د افغانستان په شمال ختيځ کې پروت یو له ناامنو ولایتونو څخه ياديږي چې په ځينو برخو کې يې طالبان هم فعال دي.

د خپرو شوو رپوټونو پر اساس، د تیرې چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د دیني عالمانو د شورا مشر هم په يوه چاودنه کې ووژل شو. د تخار امنیه قوماندانۍ هغه وخت ويلي وو چې عبدالصمد محمدي د هغه په موټر کې د يو ځای پر ځای شوي چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

په وروستيو کې د دغه ډول چاودنو او وژنو مسئوليت تر ډيره کومه ډله او یا هم افراد او اشخاص په غاړه نه اخلي، خو افغان حکومت يې پړه پر طالبانو اچوي.

تخار د افغانستان په شمال ختيځ کې پروت یو له ناامنو ولایتونو څخه ياديږي چې په ځينو برخو کې يې طالبان هم فعال ديانځور: picture-alliance/ZUMA Press/A.Kakar

په ورته وخت کې د طالبانو يوه ویاند، ذبيح الله مجاهد بیا نن شنبه پر خپل ټويټر يوه اعلاميه خپره کړې چې په کې حکومتي ځواکونه پر ملکیانو باندې د حملو په ترسره کولو تورن شوي دي.

د دغې اعلاميه په يوه برخه کې راغلي دي چې په تيرو دوو اونیو کې «په ټول هیواد کې په ملکي خلکو ۵۲ لوی او واړه بریدونه او بمبارونه شوی دي.»

په افغانستان کې په وروستيو کې پر ملکيانو باندې بريدونه او په ځانګړې توګه د خبریالانو او مدني فعالانو د ترور او وژنو پيښې ډيرې شوي دي. دغه وضعيت د بشري حقونو سازمانونو انديښنې هم ډيرې کړي دي.

په نيويارک کې د بشر حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د تيرې پنجشنبې په ورځ په خپل يوه رپوټ کې ويلي وو چې په تيرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې خبريالانو او د رسنيو پر کارکوونکو باندې د طالبانو بریدونه او ګواښونه ډير شوي دي.

دغه سازمان انديښنه ښکاره کړې چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په احتمالي هوکړه ليک کې به د مطبوعاتو او بیان آزادي څومره په نظر کې ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په پر له پسې توګه د خبریالانو په وژنو کې لاس لرل رد کړي دي.