1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیو لوړېدو علت څه دی؟

۱۴۰۰ تیر ۱۵, سه‌شنبه

په تېرو څو ورځو کې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې په بې سارې توګه ټیټه شوې. افغانستان بانک د دوشنبې په ورځ ۵۵ ميليونه ډالره ليلام کړل. د افغانيو د ارزښت ټيټېدو مهم لاملونه څه دي؟

Afghanisches Geld
انځور: AP

افغانستان کې د جګړو پراخېدو او له دغه هيواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په بې سارې توګه ټیټ شوی دی.

د افغانستان د مرکزي بانک د اعلان شویو بیو له مخې د دوشنبې (۲۰۲۱ م کال د جولای ۵مه) د کابل په بازارونو کې یو ډالر ۸۰،۹۳  افغانۍ پېرودل کېده او په ۸۱،۱۳ افغانیو پلورل کېده.

تردې دوه ورځې وړاندې خو د یو ډالر بیه ان ۸۲ افغانیو ته لوړه شوې وه.

د افغانستان بانک د اسعارو په بازارونو کې د افغانۍ ارزښت ساتنې په موخه د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۵۵ میلیونه ډالر لیلام کړل.

د افغانستان بانک، د ډالرو د پلور بهیر کې د ګډون له پاره پر شرایطو برابر سوداګریز بانکونه، د صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه وربللي ول.

خو ایا د مرکزي بانک دغه تګلاره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیو کنترول اغیزمنه لار ده؟

کارپوهان وايي د افغانستان بانک د بیو کنترول له پاره د "بیو د انعطاف منلو مدیریت شوې تګلاره"  کاروي.

اقتصادي شنونکي عبدالبصیر عظیمي وویل، دا په بازار کې د «عرضې او تقاضې» پر اصل ولاړه تګلاره ده چې ښايي ځینې وخت د ګټې پر ځای زیان ولري: «ښه بېلګه یې د ډالرو قاچاق ته زمینه برابرېدل دي، که د افغانستان بانک یو مخې دومره ډير ډالر بازار ته وړاندې کړي نو ځینې مافیايي ډلې شته چې له بازاره ډالر ټولوي او بهر ته یې قاچاقوي.»

د افغانستان له بندرونو او ان له هوايي ډګرونو د ډالرو د قاچاق تورونه له پخوا راهيسې شته، چې ویل کیږي له دې امله هم د ډالرو بیې ورځ پر ورځ د لوړېدو په حال کې دي.

د جګړو ډېرېدل، سیاسي بې ثباتي، د صادراتو او وراداتو ترمنځ واټن، د خصوصي سکټور له پامه غورځول او په ټولیز ډول د افغانستان مصرفي اقتصاد هغه ستر لاملونه دي، چې له مخې یې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بیه ورځ په ورځ ټیټیږي.

ښاغلي عظیمي وویل، فساد او شخصي جیبونو ته د ګمرکي عواېدو لوېدل هم د افغانیو ارزښت سخت زیانمن کړی.

نوموړی د چارواکو له خولې وايي چې هره ورځ شاوخوا اته میلیونه ډالر په ګمرکونو کې حیف و میل کیږي.

پر سوداګرۍ او د توکو پر بیو یې څه اغیز کړی؟

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې د ډالرو پروړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدو پر سوداګرۍ او د توکو پر بیو هم خورا منفي اغیز کړی.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي دویچه ویله ته وویل: «د ډالرو لوړېدو د خوراکي توکو پر بیو خورا منفي تاثیر کړی، مثلا سوداګر ډېر توکي په ډالرو رانیسي او کله چې بازار کې پر افغانیو پلورل کیږي نو طبعا بیې هم ورسره خورا لوړیږي.»

الکوزی زیاتوي چې د افغانیو ارزښت ټېټېدو له امله ملي سوداګرو ته زیانونه اوښتي چې دا زیانونه بیا وروسته په بازار کې د توکو پر بیو هم منفي اغیزې کوي.

د الکوزي په وینا په افغانستان کې روان وضعیت د صادراتو او وارداتو بهیر خورا زیانمن کړی چې له دې امله هم د ډالرو بیې لوړیږي او اندېښنه دا ده چې افغانۍ به لانور ارزښت هم له لاسه ورکړي: «همدا اوس د هيواد یوشمېر بندرونه د طالبانو په لاس کې دي تجارتي چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.»

الکوزي وویل، د سولې ناڅرګند برخلیک او د جګړو شدت ډېر سوداګر او پانګوال اندېښمن کړي او ترڅنګ یې په بې مسؤلیتی سره د بهرنیو ځواکونو وتو وضعیت لاپسې کړکیچن کړی.

ده زیاته کړه د اړوندو چارواکو ناغیړیو ته په کتو دا به سخته وي چې حکومت دې په سملاسي توګه افغانۍ بیرته خپل اصلي ارزښت ته وروګرځوي، خو حکومت دې په سوداګرو مالیې او ګمرکي محصول کم کړي، چې لږ تر لږه په بازارونو کې د اړتیا لومړنیو توکو بیې په بې سارې توګه لوړې نه شي.

اسماعیل شاکر – کابل