1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن: طالبان خپلې ژمنې نه پوره کوي

۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعه

طالبان خپلې هغه ژمنې نه پوره کوي چې له متحده آيالاتو سره د سولې په تړون کې يې کړې دي لکه د تاوتريخوالي کمول او له القاعده سره اړيکې پرې کول. دغه خبره د پنټاګون وياند د پنجشنبې په ورځ وکړه.

USA Admiral John Kirby in Washington
انځور: picture alliance/AA/S. Corum

د متحده آيالاتو د دفاع د وزارت يا پنټاګون وياند، جان کيربي، وويل چې طالبان پر خپلو کړو وعدو ولاړ نه دي. کيربي دا هم وويل چې د ولسمشر جو بايډن نوې اداره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ مياشتې د سولې هغه تړون ته وفاداره پاتې ده چې د متحده آيالاتو او د طالبانو له خوا په قطر کې لاسليک شو. د دغه تړون له مخې بايد طالبانو پر امريکايي ځواکونو بريدونه بند کړی، په ټول هېواد کې تاوتريخوالی خورا راکم کړی او له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې پرمختګ کړی وای.
په بدل کې بايد د امريکا متحده آيالاتو په تدريجي ډول خپل ځواکونه کم کړی او د ۲۰۲۱ کال تر می مياشتې پورې ټول ځواکونه ويستلی وای. کيربي وويل چې د متحده آيالاتو له خوا کړو ژمنو کې «هيڅ تغيير» نه دی راغلی. خو له دې سره نوموړي وويل چې «طالبان خپلې دغه ژمنې نه پوره کوي چې تاوتريخوالی کم او له القاعده سره اړيکې پرې کړي.» هغه زياته کړه تر څو چې داسې وي، «به د خبرو اترو مېز ته د هر چا له پاره ډېره سخته وي» چې خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي چې «په حقيقت کې به دا د هوښيارتيا لاره نه وي.» کيربي ټينګار وکړ چې امريکا دې ته ژمنه ده چې د افغانستان جګړه «په مسئولانه ډول» پای ته ورسوي. کيربي زياته کړه چې د متحده آيالاتو د دفاع وزارت په افغانستان کې د ۲۵۰۰ ځواکونو اوسنۍ کچه وړ بولي چې په پرتله يې يو کال مخکې د عسکرو شمېر کابو ۱۳ زرو ته رسېده. هغه وويل چې دومره ځواکونه کفايت کوي چې د متحده آيالاتو اصلي ماموريت مخ ته يوسي چې د اسلامي دولت او القاعده د جنګياليو په وړاندې مبارزه ده چې د هغه په خبره په افغانستان کې فعاليت کوي.
 
د ځواکونو ايستل د سولې پر مذاکراتو پورې اړه لري

خو په وينا يې هغه دا نه شي ويلی چې آيا پنټاګون به خپل ځواکونه تر می مياشتې پورې صفر ته راکم کړي. د هغه په خبره ډېر څه په دې پورې اړه لري چې آيا طالبان او افغان حکومت د سولې پر يوه تړون باندې موافقې ته رسيږي، که نه. کيربي دغه څرګندونې په واشنګټن کې د خبريالانو په حضور کې وکړې. هغه وويل چې «زه به د طالبانو مشرانو ته دا ووايم چې... هغوی وروستۍ پرېکړې راته سختوي چې د ځواکونو د حضور په هکله بايد وشي، هغوی غلي دي او د مېز په سر منطقي، پايداره او د باور وړ مذاکراتو ته زړه نه ښه کوي.»
 AFP/ن ص/ب ص