تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې ملګري ملتونه او نور بهرني هیوادونه به د دغه وړاندیز ملاتړ وکړي او که نه، ځکه چې په دې توګه به طالبان د بهرنیو هیوادونو له لوري مرسته کیدونکو مالي او غیر مالي سرچینو ته لاس رسی پیدا کړي. نړیوالې ټولنې د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځیدو وروسته د افغانستان نیږدې ۱۰ میلیادره ډالر مالي پانګې کنګل کړي او د طالبانو ډېر چارواکي لا هم د بندیزونو په ليست کې شامل دي.
د تیر میلادي کال په ترڅ کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، نړیوالې ټولنې او ډېرو نادولتي سازمانانو له افغانستان سره خپلې مرستې قطع کړې چې له کبله یې د افغانستان له وړاندي نه خراب اقتصاد د سقوې په درشل کې دی. په دغه جګړه ځپلي او وچکالۍ ځپلي هیواد کې اوس د لومړنیو خوراکي توکو بیې ډيري لوړې شوي او د ملګرو ملتونو په ګډون ډېرو سازمانونو د شدیدې لوږې خبرداری ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، نړیوالې ټولنې پر افغانستان باندې سخت بندیزونه وضع کړل چې له کبله یې افغانستان ته د خوراکي توکو او دارو درملو انتقال هم له پراخو ستونزو سره مخامخ شو خو څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان باندې وضع شوي بندیزونه لږ څه نرم کړل چې په پایله کې یې افغانستان ته د نغدو پیسو پر انتقال سربیره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د انتقال په برخه کې هم سهولتونه رامنځته شوي دي.
د همدې تیرې سه شنبې په ورځ ملګرو ملتونو د افغانستان له پاره په ۲۰۲۲م کال د ۴،۴ میلیارده ډالرو بشري مرستو غوښتنه وکړه او د امریکا متحده ایالاتو بیا له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیونه ډالرو بشري مرستو اعلان وکړ.
د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي، په کابل کې په یوه خبري غونډه کې چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو استازي رمیز الکباروف هم حضور درلود د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې په هکله وویل: »د دې کمېټې هدف په لوړه سطحه همغږي ده ترڅو اړمنو کسانو ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په ویش کې مرسته وشي او د مرستو په برخه کې همغږي وشي.» د حنفي په خبره، موږ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دوی باید د مرستندویه هدفونو له پاره له حکومتي ظرفیتونو ګټه واخیستل شي.
دا د هغو ورونو د ژوند انځورونه دي چي د ژوندي پاته کیدو له پاره يې یو وار بیا د غالیو اوبدل پیل کري دي. افغانستان له ستر اقتصادي او انساني کړکېچ سره مخامخ دی. قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته زیات خلک بې روزګاره شوي.
انځور: Hector Retamal/AFP
د تیر نظام تر راپرځیدو او قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته افغانان له سترو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. وچکالي، د دولتي ادارو غیر فعاله کیدل، د پيسو نه شتون او د افغانستان د مالي سرچینو بندیدل، ټول هغه مسایل دي چي د افغانانو مصیبتونه يې لا پسي ور زیات کړي دي.
انځور: Hector Retamal/AFP
د (حیدري) په نوم دغو څلورو ورونو د خپل ژوند د سمون او پيسو پیدا کولو له پاره یو ځل بیا په خپلو زړو کارګاوو کي د غالیو اوبدل پيل کړل. دوی د خپلي کورنۍ له ټولو غړو سره قابو تمامه ورځ غالۍ اوبدي. د دغي کورنۍ تیر نسل هم د غالیو اوبدلو کار کاوه.
انځور: Hector Retamal/AFP
د غالیو د خرڅلاو له پاره د پیرودونکو لټون هم د دوی له پاره خورا غټه ستونزه ده. د یادي کورنۍ مشر ورور غلام سخی وايي: «موږ باید خپله کورنۍ له همدې لاري ژوندي وساتو. بله چاره نشته.» دغي کورنۍ د طالبانو تر راتګ دمخه د غالیو اوبدل پریښي ول او د ودونو د مراسمو له پاره به يي تازه ګلان خرڅول.
د غالۍ په بشپړیدو سره کورنۍ د شپږو زرو ډالرو د لاس ته راوړلو تمه لري. دا هغه بیه ده چي اوس يې په افغانستان کي کم کسان د ورکولو توان لري.
انځور: Hector Retamal/AFP
د افغانستان د غالیو اوبدونکو د انجمن مشر نور محمد نوري، وايي چي اوس د افغانستان د ۳۸ ميلیونه اوسیدونکو له ډلي نه څه کم دوه ميلیونه کسان د غالیو اوبدلو په کاروبار بوخت دي. په افغانستان کي د غالیو اخیستو غوښتنه کمه شوي ده، خو افغاني غالۍ په نړیوال بازار کي لاهم خپل خوښوونکي لري.
انځور: Hector Retamal/AFP
په کابل کي غالۍ خرڅونکی کبیر رووف وايي چې په دي وروستیو میاشتو کي د هري ورځي په تیریدو سره لا زیات کسان غالیو اوبدلو ته چې د افغانستان ملي شتمني ده، مخه کوي. رووف وايي دا مهال زیاتره هغه نجوني چې ښونځی ته نشي تلای او هغه مېرمني چې پر کور ناستي دي د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.
انځور: Hector Retamal/AFP
هرات چي له ایران سره پر پوله پروت دی، هغه ولایت دی چي اوس يې خلک تر هر وخت زیات په غالیو اوبدلو بوخت دي. حاجي عبدالقادر چې اوس يې اتو کورنیو ته د غالیو اوبدلو کار برابر کړی، وايي چې خلک يې هره ورځ د کار له پاره پوښتي. د هغوی ډېری هغه کسان دي چي د غالیو اوبدلو هیڅ تجربه نه لري، خو اوس بله دنده او کار نشته.
انځور: Hector Retamal/AFP
د طالبانو راتګ د افغانستان پر تجارتي روابطو هم بد اثر کړی دی او غالۍ چې په لویه کچه بهر ته ليږدول کیدلې اوس په سختۍ سره نړیوالو بازارونو ته رسیږي. حاجي عبدالقادر چي په اونۍ کي نږدې پنځه غالۍ رانیسي، وايي چې له بانکونو څخه په هفته کي یوازي ۴۰۰ ډالره اخیستی شي او دا پیسې يې د کارګرانو معاش هم نه پوره کوي.
انځور: Hector Retamal/AFP
حاجي عبدالقادر وايي: »اوس د غالیو له پاره پیرودونکي هم نشته. هیڅ بهرنۍ د غالیو اخیستو له پاره نه راځي.« د هغه په وینا له افغانستان څخه د بهرنیانو له وتلو سره سم يې د غالیو کاروبار هم خراب شوی، خو هغه لا هم خوشبینه دی، ځکه د راپورونو پر اساس خلیجیيهیوادونو ته له افغانستان څخه د هوا له لاري سفرونه پيل شوي دي او دا کار د افغاني غالیو د بازار پیدا کولو هیلي لازیاتوي.
انځور: Hector Retamal/AFP
انځورونه1 | 10
ګڼ شمیر بهرني هیوادونه په افغانستان کې روان ژمي او د فقر کچې لوړیدو ته په کتو سره په دغه هیواد کې د لوږې د ډیریدو خبرداری ورکوي. تر دغو خبرداریو وروسته ډېرو هیوادونو له افغانستان سره بشري مرستې ډیرې کړي او علاقه لري چې دغه مرستې د طالبانو د حکومت له مداخلې پرته تر اړمنو کسانو پورې ورسول شي.
د افغانستان د مالیې وزارت یوه ویاند وویل چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د یادې ګډې کمېټې د جوړولو پر سر له ملګرو ملتونو سره یو ځل بیا بحث او خبرې وشي.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رمیز الکباروف د رویترز خبري آژانس ته وویل چې د ملګرو ملتونو ادارې له وړاندې نه له طالبانو سره د مرستو د ویش په هکله خپل شرایط شریک کړي دي. د دوی تر ټولو مهم شرط د افغانستان ټولو سیمو او همدا راز د ښځینه کارمندانو کار ته لاس رسی ښوول شوي دي.