طالبان: د بلخ والي په يوه چاودنه کې وژل شوی دی
۱۴۰۱ اسفند ۱۸, پنجشنبهد بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري دویچه ویله ته وویل چې یاده چاودنه نن پنجشنبه سهار شاوخوا ۹ بجې د بلخ ولایت مقام په ودانۍ کې ترسره شوې چې له امله یې د طالبانو د بلخ والي مولوي محمد داود مزمل او دوه ملکي کسان وژل شوي دي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
نوموړي وویل: «چاودنه سهار هغه مهال شوې چې والي صاحب خپل کاري دفتر ته روان وو. د چاودنې ځای د ولایت مقام ودانۍ دوهم پوړ دی. په چاودنه کې د بلخ والي او دوه ملکيان وژل شوي دي.»
اړونده موضوع:د هرات د اوبو رسولو رئیس او دوه کارکوونکي وژل سوي دي
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هم په يوه تويت کې ليکلي دي چې د بلخ ولايت والي محمد داود مزمل »د اسلام د دښمنانو له خوا په يوه چاودنه کي وژل سوی دی». هغه زیاته کړې ده چې د پيښي په اړه څېړني پيل شوي دي.
اړونده موضوع:خوست: بمي برید کې په نښه شوي جنګیالي څوک دي؟
د دغي چاودني پړه تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه ده اخيستي. خو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد داعش ډله او مقاومت جبهه وسله وال فعالیتونه کوي.