1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له امریکا سره شوې توافقنامې ته ژمنتیا ښوولې

۱۳۹۹ آبان ۲۰, سه‌شنبه

طالبانو د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دوی له متحده ایالاتو سره شوې توافقنامې ته ژمن دي. دا په داسې حال کې ده د ولسشمر غني دویم مرستیال تیره ورځ ویلی وو چې طالبان د جګړې په سوله یز حل باور نه لري.

Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د شوې تړون له مخې د مشخصو امنیتي تضمینونو په بدل کې د راتلونکي کال د می میاشتې پورې له افغانستانه خپل ځواکونه باسي او طالبانو په دوحه کې له افغان حکومت سره خبرې پېل کړې.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلی دي چې دوی «له خپلې خوا د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور رئیس او راتلونکي نوي حکومت ته یادونه کوي چې د دوحې تړون عملي کول د دواړونو هیوادونو ترمنځ د منازعې د معقول حل ښه او موثره لاره ده.»

طالبانو په دغه اعلاميه کې یادونه کړې ده چې د متحده ایالاتو راتلونکی جمهور رئیس او دولت «هغو جنګ غوښتونکو کړیو، اشخاصو او جهتونه ته متوجه وي چې روان جنګ جاري ساتل غواړي، امریکا لا هم په جګړه کې ښکیله ساتي او د خپل قدرت د بقا هڅې کوي.»

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې دا په داسې حال کې ده چې د ټول افغانستان په کچه تاوتریخوالی زیات شوی او طالبان د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه کوي او په ځینو مواردو کې امریکایي ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه هوایي بریدونه کړي. خو د دوحې د مذاکراتو د پرانیستغونډې دوه میاشتې وروسته هم د افغان حکومت او طالبانو پلاوي د مذاکرات پر طرز العمل یوه جوړ جاړي ته نه دي رسیدلي.

د القاعدې په څیر ډلو په هکله ملګرو ملتونو هم پوښتنې راولاړې کړي دي او د دغه سازمان یوه جګپوړي چارواکي تیره میاشت بي بي سي ته ویلي وو چې دغه ډله اوس هم له طالبانو سره اړیکي لري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په افغانستان کې د جګړې د ختمولو ژمنه کړې وه او په اکتوبر میاشت کې یې د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي وو چې تر کرسمسه له افغانستان خپل ځواکونه راباسي. خو چارواکو لکه د ترمپ امنیتي سلاکار بیا ویلي وو چې دوی د می میاشت پر مهال ویش باندې کار کوي.

افغان حکومت څه وایي؟

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر ۹مه) په کابل کې په سیمه ییزه کچه د اطلاعاتو بهیر پياوړتیا ملي کنفرانس ته وویل چې طالبانو جګړې ته په زور ورکولو سره ښوولې چې د سولې بهیر ته ژمن نه دي. د نوموړي په خبره: «طالبان په دوحه کې د سولې خبرو اترو د پرمختګ پر وړاندې اصلي خنډ دي.»

نوموړي په همدې ترڅ کې هيله مندي څرگنده کړه: «موږ هیله لرو چې د امريکا متحده ایالاتو نوې رهبري به د [سولې] پروسې ته له سره کتنه وکړي او دا به سره و ارزوي.»

تر دي د مخه د ارګ له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر اشرف غني جوبایډن او کاملا هیرس ته په ټاکنو کې د بریا له کبله مبارکي ویله وه. د ارګ په دغه اعلامیه کې د اشرف غني له قوله ویل شوي وو: «د امریکا متحده ایالات زموږ ستراتېژیک شریک دی. له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ ستراتېژیک مشارکت به له ترهګرۍ سره په مبارزه او په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت په برخو کې پیاوړی او دوام وکړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل