1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: چین د مس عینک د استخراج په کار پیل وکړ

۱۴۰۰ آذر ۲۲, دوشنبه

طالبانو ویلي دي چې چینايي شرکت په لوګر کې د مس عینک پروژې د استخراج په کارونو پیل کړی دی. د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د دغې سترې پروژ تړون کلونه وړاندې نهايي شوی وو، خو د استخراج کارونه یې د نا امنیو له کبله ځنډیدلي ول.

Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
انځور: Stringer/REUTERS

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې «په پام کې لرو چې د یوې داسې سترې مهمې پروژې کارونه نهايي کړون چې تړون یې ۱۳ کاله پوخوا نهايي شوی وو.» په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د پطرولیم او معدن وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د افغانستان له صنعت کارانو سره په یوه غونډه کې ویلي چې «که چیرته زموږ یو معدن په منظم ډول استخراج او پروسس شي، په همدې یوه معدن باندې ټول افغانستان آبادیږي.»

د طالب چارواکو په خبره، ټاکل شوې چې د لوګر د مس عینک ستر کان چې تر ۶،۸ میلیارد مکعبه ډېر مس لري، له افغانستان څخه چین ته د پروسس له پاره انتقال شي. تر دې وړاندې په دې سیمه کې د طالبانو له لوري نا امني د دې سترې پروې د استخراج پر وړاندې یو له عواملو څخه وو او د استخراج کارونه یې هم له ځنډ او خنډ سره مخامخ ول.

طالبانو چې د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد یې وسلواله جګړه کوله، د خپل کنترول لاندې سیمو کې یې کانونه په ناقانونه توګه استخراج کول او له دې لارې یې د جګړې د مصارفو یوه برخه هم پوره کوله.

انځور: AP

د چین له خوا په لوګر کې د مس عینک د ارزونو له مخې، دغه کان شاوخوا درې میلیارده ډالر ارزښت لري. د دغې سترې ملي پروژې د استخراج چارې تر دې وړاندې د نا امنیو او تر کان لاندې د یوه لرغوني ښارګوټي تر کشف وروسته ځنډول شوي وې. سربیره پر دې، د پخواني حکومت له لوري د نهايي شوي تړون په ځینو برخو کې قانوني ستونزې هم موجودې وي چې د استخراج د ځنډ سبب ګرځیدلې وې.

د ام. سي. سي په نامه چینايي شرکت د افغانستان له پخواني حکومت سره د لوګر د مس عینک کان تړون په ۲۰۰۷م کال کې نهايي کړی وو، داسې پروژه چې د استخراج کارونه یې څو ځله ځنډیدلي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل