1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو د نجونو د زده کړو ملاتړی مطیع الله ویسا نیولی»

۱۴۰۲ فروردین ۸, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندويه ماموريت ویلې دي چې مطیع الله ویسا، د ښځو او نجونو د زده کړو مشهور ملاتړی، تېره ورځ په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ويسا
د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ويساانځور: Mobile Schule Kandahar Verein

طالبان تېر کال نجونې د ښوونځیو له منځنۍ او لیسې دورې څخه منع کړې او په تېر دسمبر کې یې د پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر د زده کړو پرمخ وتړلې.

په دې ترتیب سره افغانستان د نړۍ په یوازیني هېواد بدل شوی دی، چې نجونې یې ثانوي زده کړو ته لاس رسی نه لري.

اړوند مطلب: شاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوي

یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مطیع الله ویسا د ساتنې د ځای په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو مرستیال پلاوي «يوناما» له طالبانو غوښتنه کړې ده، چې د ویسا د ساتنې د ځای او د نیولو لامل روښانه کړي او په عینې حال کې ډاډ ورکړي، چې هغه حقوقي وکیل او له کورنۍ سره اړیکه ته لاس رسی لري.

په کابل کې د نجونو لومړني ښوونځي یو ټولګیانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د مطیع الله ویسا ورور، سمیع الله ویسا تائید کړه، چې ویسا د دوشنبې په ماښام په کابل کې له جومات څخه له راوتلو وروسته نیول شوی دی.

سمیع الله ویسا وویل: «وروسته له هغې چې مطیع الله لمونځ ختم کړ او له جومات څخه ووتلو، په دوو موټرو کې سپارو کسانو ودراوه. کله چې مطیع الله له هغوی څخه د پیژندنې کارت غوښتنه وکړه، هغوی دی ووهلو او په زور یې له ځان سره يوړو.»

آیا سږ کال به د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي؟

31:35

This browser does not support the video element.

طالب مقاماتو د مطیع الله ویسا د نیولو د لامل په اړه څه نه دي ویلي. د دې ډلې مسؤلین معمولآ د کسانو د نیولو پر وخت معلومات نه ورکوي.

مطیع الله ویسا څوګ دی؟

ویسا د قلم لارې بنسټ مشر دی او په لېرې پرتو کلیوالو سیمو کې د نجونو د زده کړو د حق له پاره هلې ځلې کوي..

د قلم لاره ټولنې څو ځلې له ځایي قومي مشرانو سره غونډې کړې دي او د ښوونځیو د خلاصیدو ترڅنګ یې، د درسي توکو وېش او د ګرځنده کتابتونونو په جوړولو کې یې مرسته کړي.

ویسا د طالبانو واک ته له رسېدو وړاندې هم د پخواني جمهوري حکومت پرمهال په دې برخه کې فعالیت کولو.

اړوند مطلب: د افغان نجونو د ښوونځیو نامعلوم برخلیک

طالبانو د دې ترڅنګ چې په ښځو یې سخت محدودیتونه وضع کړي، نجونې یې د منځنیو زده کړو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کړې دي.

تر اوسه طالبانو د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو لپاره کورنیو او نړیوالو فشارونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او تېره اونۍ په افغانستان کې نوی تعلیمي کال له شپږم ټولگي څخه د پورته نجونو له شتون پرته پیل شو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل