1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا طالبان رسمیت پیژندلو ته نیږدې شوي دي؟

۱۴۰۰ بهمن ۱۴, پنجشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې ویلي دي چې دوی د نړیوال مشروعیت له پاره ډیر نیږدې شوي دي او زیاتوي چې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د اوسنیو حاکمانو هر ډول امتیازات به د دوی په خوښه وي.

Oslo Taliban-Gespräche
انځور: Stian Lysberg Solum/NTB/REUTERS

د ناروې په کوربتوب د اسلو تر غونډې وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي دي چې دوی نړیوال مشروعیت ته نیږدې شوي دي او پر واشنګټن یې همدا راز یو ځل بیا غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزادې کړي ترڅو د بشري ناورین مخه ونیول شي.

وروسته له هغې چې د افغانستان پخوانی حکومت ړنګ شو او طالبان واک ته ورسیدل، تر اوسه پورې د سیمې د هیوادونو په شمول  ‌د نړۍ هیڅ هیواد هم د افغانستان اوسنی نظام په رسمیت نه دی پیژندلی. متقي د فرانسې له خبري آژانس سره په خپلو خبرو کې همدا راز ویلي دي چې د افغانستان نوي حاکمان به په تدریجي توګه نړیوال مشروعیت ته ورسیږي او ورو ورو دغه مشروعیت ترلاسه کوي.

امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې۲مه) په خپله مرکه کې وویل: «د مشروعیت د ترلاسه کولو په پروسه کې...موږ دغه هدف ته نیږدې شوي یوو. دا زموږ او افغانانو حق دی. موږ به خپلو سیاسي هلو ځلو ته تر هغو پورې ادامه ورکړو تر څو چې خپل هدف ته نه یو رسیدلي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ همدا څو اونۍ وړاندې د طالبانو یو جګپوړی پلاوی ناروې ته تللی وو او په خپل لومړني اروپايي سفر کې یې د افغانانو په شمول د ځينو هیوادونو له دپلوماتانو سره هم لیده کاته شوي دي. ناروې تر غونډې مخکې هم ویلي ول چې دغه غونډه د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه ده او دغه غونډه یې د بشري مرستو د تسهیل له پاره یو فرصت بللی وو.

متقي په دغه مرکه کې همدا راز وویل چې د دوی حکومت له نړیوالې ټولې سره په دې برخه کې فعال کار کوي...هغه ټینګار کوي چې یو واضح او مخ په ډیریدونکی منل کیدل لیدل شوي. هغه وايي چې نړیواله ټولنه له موږ سره اړیکې غواړي او موږ په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو.

متقي همدا راز ویلې دي چې د دوی د حکومت پرمهال ګڼ شمیر بهرني سفارتونه په افغانستان کې فعالیت لري او دا چې یو شمیر نور هیوادونه به هم ډیر ژر بیرته خپل سفارتونه پرانیزي. هغه وویل: «موږ تمه لرو چې د یو شمیر اروپايي او عربي هیوادونو سفارتونه به هم بیرته ژر پرانیستل شي.» متقي په دې مرکه کې همدا راز ویلي دي چې نړیوالي ټولنې ته زموږ امتیازات به زموږ په شرایطو وو او دا چې دا به د نړیوال فشار له امله نه وي.

انځور: Pakistan Ministry of Foreign Affairs /AP/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدا راز وویل چې «هغه څه چې موږ یې په هیواد کې کوو د دې له پاره نه دي ترڅو د نورو شرایط پوره کړو او یا دا چې دا کارونه د چا د فشار له امله کوو.» هغه زیاتوي چې موږ د خپل سیاست او پالیسۍ له مخې دغه کارونه په خپله کوو.

وروسته له هغې چې د تیر میلادي کال په اګست میاشت کې طالبان واک ته ورسیدل، تمې دا وې چې ښايي دغې ډلې بدلون کړی وي، خو دا ځل واک ته په رسیدو سره یادې ډلې ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړي دي. متقي په دې مرکه کې ویلي دي چې دوی د پخواني حکومت کارمندان له دندو نه دي لیرې کړي. هغه زیاته کړه: «د پخواني رژیم د ۵۰۰ زرو کارمندانو له ډلې هیڅ نارینه او ښځینه یې له کاره نه دي لیرې کړل شوي. دوی ټولو ته معاشات ورکول کیږي.» خو په کابل او د هیواد په مختلفو ولایتونو کې ډېر پخواني چارواکي او حکومتي کارمندان وايي چې د طالبانو له لوري له کاره لیرې شوي او له میاشتو راهیسې یې معاشات هم نه دي ترلاسه کړي.

طالبان داسې مهال د مشروعیت په برخه کې خوشبینه شوي چې افغانستان ورځ تر بلي له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان کیږي. ملګري ملتونه او نړیوال خیریه سازمانونه د مرستو د نه کیدو په صورت کې په افغانستان کې د یوه بشري ناورین خبره کوي.

بل لوري ته امریکا متحده ایالاتو واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د افغانستان نیږدې ۱۰ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې او پر افغانستان یې محدودیتونه وضع کړي چې له کبله یې بانکي سیستم او په ټوله کې اقتصاد هم زیانمن شوی دی.

اې. اف. پي / خ. ح / ن. ز