1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په افغانستان کې تر ۲۱ زره ډېري مدرسې فعالې دي

۱۴۰۳ شهریور ۲۲, پنجشنبه

د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی دی چې په ټول افغانستان کې د ديني مدرسو شمیر تر ۲۱ زرو اوښتی دی. د دې وزارت په وينا د ښوونځيو شمير تر ۱۸ زرو ډېر دی.

آرشيف انځور: په پاکستان کې يوه ديني مدرسه
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی دی چې په ټول افغانستان کې د ديني مدرسو شمیر تر ۲۱ زرو اوښتی دی.انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د طالبانو د معارف وزارت د چهار شنبې په ورځ په افغانستان کې د ديني مدرسو د شمیر ډېريدو خبر ورکړی دی او ویلي دي چې په پام کې ده د دې مدرسو د چارو د مخکې وړلو له پاره ۱۰۰ زره کسان په کار وګماري.

د معارف وزارت د اسلامی زده کړو معين مولوي کرامت الله اخوندزاده، د چهار شنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې د دې وزارت د يو کال د لاسته راوړنو په اړه وويل چې تر ۳ میليونو ډېر کسان په دې مدرسو کې په زده کړو بوخت دي.

اخوندزاده، وويل چې تر شپږم ټولګې پورې درسي کتابونه «اصلاح» شوي دي. له دې څخه د نوموړي مقصد هغه تغيرات دي چې طالبانو په درسي نصاف کې راوستلي دي. د دې بدلونو په ترڅ کې طالبانو د بشري حقونو اړونده درسونه او مدني تعليمات له درسي کتابو حذف کړي دي او په ښوونځيو کې یې ديني مضمونه زيات کړي دي.

له هغه وخت راهېسي چې طالبان په ۲۰۲۱م کال کې بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، دا ډله هڅه کوي چې پر عصري زده کړو او د ښوونځيو پر بهبود د تمرکز پر ځای، په ټولو ولسواليو او ولایتونو کې ديني مدرسې جوړې کړي. 

آیا د نجونو د زده کړو له پاره مدرسې د ښوونځیو بدیل کیدای شي؟

31:35

This browser does not support the video element.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په خپلو رپوټونو کې په افغانستان کې په دې مدرسو کې د ماشومانو د زده کړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د طالبانو د معارف وزارت په وينا دمګړۍ په افغانستان کې تر ۱۸ زرو ډېر دولتي او خصوصي ښوونځي فعاليت لري چې په ټول افغانستان کې پکې تر ۱۰ میليونو ډېر ماشومان په زده کړو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر شپږ ټولګيو پورته صنفونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی دی او په زرونه نجونې له زده کړو بې برخې پاتې دي. هغه نجونې چې په تېرو دريو کلونو کې له شپږم ټولګي فارغې شوي، پر کور ناستي دي.

ب. ص/ ن. ز (حسين سيرت)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب