1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو جګپوړی پلاوی ایران سره په چابهار غږیږی

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ آبان ۱۳, شنبه

د طالبانو حکومت وايي، د ملابرادر په مشرۍ د دغه پلاوي په سفر کې یوشمېر نورې اجنډاوې هم شاملې دي. کومې؟

آرشیف انځور: د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی په ایران کې
آرشیف انځور: د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی په ایران کېانځور: Tasnim News/AFP

د طالبانو ادارې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ جګپوړی پلاوی نن شنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال د نوامبر ۴مه) د ایران په رسمي بلنه هغه هېواد ته ولاړ.

د دغه ریاست په اېکس پاڼه لیکل شوي، پلاوی به له ایراني چارواکو سره د چاه بهار له لارې د سوداګری پر زیاتوالي او په دغه بندر کې د افغانستان د ونډې په ډېرېدو خبرې وکړي.

سرچینه زیاتوي، ددغه سفر په اجنډا کې په دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورټ، زیربناوو، ریل پټلۍ او سیمه ییز اتصال خبرې هم شاملې دي.

دغه معاونیت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال به د خپل سفر پر مهال د ایران دولت او خصوصي سکټور په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ترانسپورت او صنعت سکټور کې پانګونې ته راوبولي.»

په وچه کې پروت افغانستان د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره ډېره تکیه پر ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پر پاکستان لري. د پخواني جمهوريت پرمهال کله چې پاکستان افغانستان ته د توکو په ټرانزیټ کې ستونزې جوړولې د وخت حکومت چابهار د یوه غوره بدیل په توګه باله.

افغانستان د چابهار له لارې هند ته صادرات پیل کړل

This browser does not support the audio element.

د چابهار له لارې افغان سوداګر خپل مالونه د هند تر بازارونو لېږدولی شي او افغانستان ته د توکو راواردولو لپاره هم مناسبه او ارزانه لار بلل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل