د افغانستان د «برښنا» شرکت اجرایوي مشر د کاسا -۱۰۰۰ پروژې د غونډې په څنډه کې د تاجیکستان د انرژۍ له وزیر سره لیدلي دي. دا د طالبانو له ادارې سره د تاجیکستان د چارواکو کم سارې لیدنه کتنه ده.
د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه بريښنا د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له هیوادونو څخه واردیږي.انځور: Rodrigo Abd/AP Photo/picture alliance
اعلان
د طالبانو د اداری یو پلاوی د برښنا شرکت د اجرایوي مشر عبدالباري عمر، په مشرۍ تاجيکستان ته تللی دی او د کاسا - ۱۰۰۰ برق پروژې په غونډه کې د ګډون ترڅنګ یې د تاجکستان هیواد د انرژۍ او اوبو د منابعو له وزیر دلیر جمعه، سره هم لیدلي دي.
د بریښنا شرکت اجرایوي مشر عبدالباري عمر، د ایکس په شبکه کې په یوه پيغام کې لیکلي دي چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې اړوند مهمو غونډو سربیره، د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه، سره پر مختلفو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د برښنا د شرکت مشر په خبره دواړو خواو د انرژۍ د توسعې او ثبات په برخه کې پر هر اړخیزو همکاریو ټينګار وکړ. د «اسیا پلس» رسنۍ د تاجيکستان د انرژۍ وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی چې د طالبانو ادارې چارواکو په دوشنبې ښار کې د کاسا۱۰۰۰ ډلې په غونډه کې کډون کړی دی، خو د تاجکستان د انرژۍ له وزیر سره د طالب چارواکو د جلا لیدنې کتنې په هکله یې څه نه دي ویلي.
دا د طالبانو د ادارې چارواکو او تاجيکستان حکومت ترمنځ یوه کم سارې لیدنه کتنه ده. د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له سلطې وروسته راهیسې تاجيکستان د ډیر شمیر ګاونډیو او سیمې د هیوادونو برخلاف له طالبانو سره له تعامل څخه ډډه کړې ده او د طالبانو په هکله یې انتقادي دریځ نیولی دی.
سربیره پر دې د طالبانو د مخالف جریانونو یو شمیر مهمې څیرې هم په دې هیواد کې شتون لري.
د کاسا ۱۰۰۰ سیمه ایزه پروژه
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه، سویلي اسیا ته له مرکزي اسیا څخه د بریښنا د انتقال یوه تر ټولو ستره پروژه بلل کیږي چې په بشپړیدو سره به یې د تاجيکستان او قرغیزستان بريښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال شي.
د دې پروژې عملي کار په ۲۰۲۰م کال کې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پیل شوی و او ټاکل شوې وه چې د هم هغې کال په پای کې بشپړ شي، خو وځنډیده.
د دې پروژې له بشپړیدو سره به ۱۳۰۰ میګاوټه بریښنا افغانستان ته وارده شي. له دې مقدار څخه ۱۰۰۰ میګاواټه بريښنا به پاکستان ته انتقالیږي او ۳۰۰ میګاواټه به د افغانستان په سویلي ولایتونو کې مصرفیږي. د دې پروژې له بشپړیدو سره به د میدان وردک، غزني، زابل، لوګر او ګردیز ښار له بریښنا څخه برخمن شي.
باور دا دی چې دغه پروژه د غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو ظرفیت زیاتوي.
د اټکلونو له مخې د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه بريښنا د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له هیوادونو څخه واردیږي.
انځورونه: په افغانستان کې برېښنا توليدونکي بندونه
د سلما بند د جوړېدو کار تر اتو کلونو وروسته بشپړ شو. دغه بند به د زرونو هکتاره ځمکي پر اوبولو سربيره ۴۲ میګاواته بريښنا هم تولید کړي. په افغانستان کې نور کوم بندونه بريښنا تولیدوي؟
انځور: DW/R.Elham
سلما بند
پر هریرود باندي د سلما بند د جوړولو چاري په ۲۰۰۵م کال کې د هندوستان هيواد په مرسته پیل شوې. پر دغه بند ۳۰۰ میلیونه ډالره لگښت راغلی او د ۲۰۱۵م کال په جولای میاشت کې پرانیستل شو. سلما بند ۶۴۹ میلیونه متر مکعبه اوبه زېرمه کوي او د درو توربینونو تر نصبیدو وروسته به ۴۲ میګاواته بریښنا توليد کړي.
انځور: DW/H. Hashimi
کجکي بند
د کجکي بند د جوړولو چارې په ۱۹۵۰م کال کې د امریکایي انجنرانو له خوا د هلمند پر سیند باندي پیل شوې. په لومړي سر کې دغه بند یوازي ۱۶ میګاواته بریښنا تولیدوله خو بیا وروسته دوهم توربين هم باندي کښېښول شو چې د بریښنا تولید يې ډېر شو. په ۲۰۱۴م کال کې پر دغه بند د دریم توبین د نصبیدو کار پیل شوی وو خو د نا امنيو له وجي بيرته وځنډېد. که دريم توربين پرکښېښول شي نو د بریښنا د تولید کچه به ۵۴ میګاواټه شي.
انځور: DW/R.Elham
د هلې بند
دغه بند د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۲ کلونو تر منځ په کندهار کې د ارغنداب پر رود باندي جوړ شوی دی چې اوس یوازي په سیمه کې د زراعتي ځمکو د اوبولو له پاره کاریږي. له څو کلونو راهیسې د دې بند د جوړیدو خبري رواني دي خو د امنيتي لاملونو له کبله هغه بيرته ځنډول کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/P. Baz
د نغلو بند
د نغلو بند د کابل په ۴۰ کیلومترۍ کې دی او په افغانستان کې د بریښنا د تولید تر ټولو لوی بند بلل کیږي. دغه بند د پخواني شوروي اتحاد له خوا د ۱۹۶۰ او ۱۹۶۸ کلونو تر منځ جوړ شوی دی. دغه بند د ۱۰۰ میګاواته بریښنا د تولید ظرفیت لري او د کابل ډیره برېښنا د همدې بند له خوا برابریږي. انځور د کابل په ترخیلو کې د بريښنا ستیشن.
انځور: Getty Images/J. Moore
د چک وردگ بند
په میدان وردگو ولایت کې دغه بند د لوګر پر سیند جوړ شوی دی. دغه بند په ۱۹۳۸م کال کې د آلمانیانو له خوا جوړ شوی دی چې په افغانستان کې تر ټولو ډیر زوړ بند بلل کیږي. د دغه بند ډیره تولید شوي برېښنا کابل ته لیږدول کیږي. انځور د وردک ولایت یوه سمسوره سیمه.
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini
د درونټې بند
دغه بند د کابل پر سیند باندې په ۱۹۶۴م کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوی دی. په اصل کې دغه بند تر ۴۰ میګاواتو د ډیري برېښنا د تولیدولو ظرفیت لري خو د افغانستان کورنۍ جګړې له کبله یې د بریښنا د تولید کچه کښته ده.
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada
د برېښنا ستونزه
افغانستان اوس د خپلي اړتیا ډېره بریښنا له بهر څخه واردوي. خو دغه هیواد د اوبو زېرمي لري او د بندونو د جوړیدو په صورت کې کولای شي د خپلې اړتیا بریښنا تولید کړي.
انځور: Getty Images/J. Moore
د اوبو بندونه
پر دغو بندونو سربیره په افغانستان کې ډیر داسې بندونه شته چې یوازي د اوبو ذخیره کولو په موخه جوړ شوي دي او پریښنا نه تولیدوي. په دغو کې بند امیر، د قرغې بند، د شاه و عروس بند او نور شامل دي.