1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په ډرون الوتکو پر پامير قول اردو بريد کړی دی

۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعه

محلي چارواکي تاييدوي چې طالبانو له دوو کوچنيو بې پيلوټه الوتکو څخه په استفادې سره د کندوز ولايت پر پامير قول اردو باندې بريد کړی دی. په يوه بله پېښه کې لس سرتېري هم وژل شوي دي.

Multikopter Drohne mit Kamera im Flug DJI Phantom 3 Modell
انځور: Imago/Jochen Tack

د کندوز د ولايتي شورا غړي غلام رباني رباني، دويچه ويله ته وويل چې دغو کوچنيو بې پيلوټه الوتکو د قول اردو يوه برخه د بمونو په غورځولو سره په نخښه کړې وه.

د کندوز د ولايتي شورا دغه غړي دا هم ويلي چې دغه وړې ډرون الوتکې څه باندې يو ساعت د پامير قول اردو دپاسه ګرځېدلي دي: «په دغه قول اردو کې د ملي اردو ځواکونو په دغو الوتکو ډزې کړې دي او په دغو ډزو سره دغه ډرونونه د قول اردو له فضا څخه لېري شوي دي.»

د بې پيلوټه الوتکو بريد تلفات نه دي اړولي

نوموړي ويلي دي چې دغې پېښې تلفات نه لرل،‌ خو د دغسې کوچنيو الوتکو له خوا د يوه بم د غورځولو په پايله کې د ملي‌ اردو يوې چورلکې ته زيان رسېدلی دی.

د پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري، دغه پېښه تائيد کړې ده، خو د ملي‌ اردو يوې الوتکې ته د زيان خبره يې رد کړې ده. نظري وويل چې دغه غورځول شوي بمونه يوې چورلکې ته څېرمه لګېدلي دي، خو دغې چورلکې ته هيڅ تاوان نه دی اوښتی.

چارواکو ويلي دي چې دغه کوچنۍ بې پيلوټه الوتکې د ملي‌ اردو په ډزو او د بهرنيو ځواکونو د يوې الوتکې په تعقيب سره تښتېدلې دي. چارواکو د دغو بې پيلوټه الوتکو د ډول او نوعيت په هکله جزئيات نه دي ورکړي.

د افغانستان د ملي امنيت رئيس تر دې مخکې ويلي ول چې طالبان له وړو الوتکو څخه چې د ساعت تېري او بوختيا په موخه کاريږي، د بم غورځولو په هدف کار اخلي.

په يوه بله جلا پېښه کې د امام صاحب په ولسوالۍ کې پر يوې پوستې باندې د طالبانو په حمله کې لږ تر لږه ۱۰ امنيتي ځواکونه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

شکيلا ابراهيم خېل/ن ص/ن ز