1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اميرخان متقي د روسیې له ځانګړي استازي سره ليدلي

۱۴۰۵ اردیبهشت ۸, سه‌شنبه

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبه په ورځ د افغانستان په چارو کې د روسیې له ځانګړي استازي سره د امیرخان متقي، له ليدنې کتنې څخه خبر ورکړی دی.

امیرخان متقي، له روسي چارواکو سره د روغبړ په حال کې.
روسيه يوازنی هېواد دی چې د طالبانو اداره په رسميت پيژني.انځور: Yegor Aleyev/TASS/dpa/picture alliance

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د ايکس په صفحه کې په خپره شوې يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د اميرخان متقي د افغانستان له پاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف، سره ليدلي دي او دواړو لوريو د اقتصادي او سياسي همکاريو د پراخولو په تړاو خبرې اترې کړي دي.

په اعلاميه کې راغلي دي چې متقي، د دواړو هېوادونو د اړيکو له پراخیدو څخه هرکلی کړی دی او د يوه اقتصادي او سياسي کميسيون پر رامنځته کولو یې ټینګار کړی دی.

اړونده موضوع: د طالبانو یو پلاوی د روسیې تاتارستان ته تللی

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې کابلوف، د افغانستان او روسیې له مثبتو اړيکو ستاينه کړې او ويلي دي چې هېواد یې د اقتصاد، تجارت، انرژۍ او ترانزيت په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د اعلاميې په حواله کابلوف، ويلي دي چې روسيه غواړي د ګډو اقتصادي او پانګه اچوونې د پروژو له لارې د دواړو هېوادونو اړيکي پياوړي کړي.

روسيه يوازنی هېواد دی چې د طالبانو اداره په رسميت پيژني.

اړونده موضوع: د روسیې له خوا د طالبانو رسميت پېژندنې ته د افغانانو هيلې او اندېښنې

که څه هم په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د تروريستي ډلو د حضور او په دې اړه د روسیې د انديښنو په اړه څه نه دي ويل شوي خو تر دې مخه روسیې او د منځنۍ آسيا هېوادونو په دې اړه اندښنې څرګندې کړې وې.

روسیه په ځانګړي توګه په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د فعاليت په اړه انديښمنه ده؛ ځکه دې ډلې په ۲۰۲۴م کال کې په مسکو کې د کنسرتونو پر يوه سالون د بريد پړه منلې وه. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب