تروريزمآسیا
طالبانو په غزني کي ۲۰ ملکي کسان تښتولي دي
۱۳۹۹ دی ۸, دوشنبهاعلان
د المان خبري آژانس د غزني ولايت د ولايتي شورا د وکيلانو، نصير احمد فقيري او عصمت الله جمرودوال په حواله خبر ورکړی دی، چي دغه ۲۰ کسان پرون يکشنبه(د ډسمبر ۲۷ مه)ددغه ولايت په قره باغ ولسوالي کي تښتول سوي دي. د هغوی په حواله په کوم ځای کي، چي هغوی تښتول سوي دي، کاملاً د طالبانو تر کنټرول لاندي منطقه ده.
په همدې حال کي د طالبانو يوه وياند ويلي دي چي کوښښ کوي دغه موضوع معلومه کړي، خو نور جزئيات يې ور نه کړل.
غزني د افغانستان يو له ناامنو ولايتو څخه دی چي تقريباً نيمايي ولسوالۍ يې د طالبانو تر کنټرول لاندي دي. د دغه ولايت په پاته منطقو کي هم طالبان د حکومتي امنيتي قواوو سره په جنګ اخته دي.
د يوه بل خبر پراساس نن دوشنبه سهار د غزني ولايت په مرکز کي دوه دولتي کارکونکي د نامعلومه کسانو له خوا وژل سوي دي. پوليسو دغه پيښه تائيد کړې ده.