د م.م. د اقلیمي ناستې په تړاو د طالبانو اعتراض
۱۴۰۴ آبان ۱۹, دوشنبه
د ملګرو ملتونو درېيمه لسیزه اقلیمي کنفرانس «کاپ۳۰» نن دوشنبه په برازیل کې پیلېږي او د بېلابېلو هېوادونو استازي به پکې د اقلیم د بدلون، د هغه د پایلو او د ځمکې د تودوخې د مخنیوي پر لارو چارو بحث وکړي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د نه بلل کېدو له امله اندېښمنه ده. په اعلامیه کې راغلي دي: «سره له دې چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې خورا زیان من بلل کېږي، خو له بده مرغه د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د چوکاټ (UNFCCC) له خوا د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون درېيمې لسیزې کنفرانس «کاپ۳۰» ته رسمي بلنه نه ده ورکړل شوې.»
یادې ادارې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان مشروع حقونه په رسمیت وپېژني او د نړیوالو غونډو د ګډون زمینه ورته برابره کړي. طالبان وایي چې دوی د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ چمتو وو چې په دغه ناسته کې ګډون وکړي او د افغان زیانمنو خلکو غږ نړۍ ته ورسوي. د طالبانو ادارې د افغانستان له دې ناستې څخه محرومول د اقلیمي عدالت او نړیوالې همکارۍ له اصولو سره په ټکر کې عمل بللی دی.
په بل ځای کې د اعلامیې په متن کې ویل شوي دي: «د افغانستان د پلاوي نه بلل د کاپ۳۰ کنفرانس او ورته ناستو ته، د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان د خلکو د اقلیمي عدالت له حقونو سره بېپامي څرګندوي.»
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د وچکالۍ، سېلابونو، د یخچالونو د وېلې کېدو، د کرنیزو حاصلاتو د کمېدو او د جګړو له امله د طبیعي چاپېریال د تخریب یادونه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک، سره له دې چې د ګلخانه يي ګازونو په تولید کې ډېر لږ رول لري، د اقلیمي بحران له اصلي قربانیانو څخه شمېرل کېږي.
دغه اداره زیاتوي چې افغانستان د اقلیمي عدالت، نړیوالې همکارۍ او د چاپېریال د ساتنې پر اصولو ټینګار کوي او چمتو دی چې د اقلیم د بدلون پر ضد نړیوالو هڅو کې فعاله ونډه واخلي.
نړیواله انزوا
د طالبانو اداره تر اوسه پرته له روسیې، د نړۍ له هېڅ بل هېواد لخوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې.
تېر کال، د طالبانو د ادارې استازو یو پلاوی د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس «کاپ۲۹» لپاره آذربایجان ته واستاوه. خو دغه پلاوی د رسمي ګډونکوونکي په توګه نه، بلکې د «میلمه» په توګه حاضر و.
د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د ادارې نهپېژندل، د دې لامل شوی چې د دغه ډلې استازي په نړیوالو غونډو کې د ګډون له خنډونو سره مخ شي.
د اقلیمي بدلون پر وړاندې جدي زیانمنوالی
د علمي راپورونو له مخې، افغانستان، سره له دې چې د ګلخانه يي ګازونو په تولید کې یوازې شاوخوا ۰.۰۶ سلنه ونډه لري، خو د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله یې تر ټولو زیات زیان لیدلی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې شاوخوا ۸۹ سلنه د افغانستان خلک د خپلې روزۍ د برابرولو لپاره پر کرنه متکي دي. په یو راپور کې چې د اپرېل په میاشت کې خپور شو، راغلي دي چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو تر منځ، پرلهپسې وچکالۍ د اقلیمي بدلونونو سره د تطبیق وړتیا په شدیده توګه کمه کړې او په ځینو سیمو کې د ځمکې د لاندې اوبو سطحه تر ۳۰ مترو ټیټه شوې ده.