طالبانو په خوست کې ۳۶ کسان په درو وهلي
۱۴۰۴ بهمن ۶, دوشنبه
د طالبانو سترې محکمې ويلي دي چې دا ۳۶ کسان د خوست ولايت د ښاري ابتداييه محکمې جزايي او د عامه امنيت ديوان له لوري د «لواطت، نامشروع اړيکو او د نشه يي توکو څخه د استفادې» په تور محکوم شوي ول او په عامه محضر کې په درو وهل شوي.
د محکمې په خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې په دې کسانو کې څومره ښځې شاملې وې.
اړونده موضوع: د بدني جزاګانو دوام؛ طالبانو په کابل کې ۱۱ کسان په درو وهلي
د خبر پاڼې په حواله دا کسان د ۱۰ او ۳۹ ترمنځ درو پر سزا سربیره له يوه نیولې تر دوو کلونو پورې بند په سزا هم محکوم شوي دي.
دا واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې په يوه ولايت کې په يوه ورځ د جزايي شويو کسانو تر ټولو لوړ شمیر دی.
اړونده موضوع: طالبانو په خوست ولايت کې يو تن قصاص کړ
طالبانو ويلي دي چې پر دې کسانو باندې د محکمې حکم د لوړې محکمې تر تائيد وروسته عملی شو.
په ۲۰۲۱م کال کې واک ته په دويم ځل له رسېدو راهېسې طالبانو په سونو ښځو او نارينه وو ته بدني سزاوې ورکړي دي.
د بشري حقونو د سازمانونو او ملګرو ملتونو له لوري پر نيوکو سربیره هم د طالبانو محکمو د قتل، غلا او د نامشروع اړيکو په تور شديد مجازات لکه قصاص، په درو وهلو او نورې جسماني سزاوې عملي کړي دي.