1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه نیمو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۵ زره کسان بې ځایه شوي

۱۴۰۰ تیر ۳, پنجشنبه

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پيلیدو راهیسې د داخلي بې ځایه شویو شمېر په څرګند ډول مخ پر لوړیدو دی.

Afghanistan Herat Flüchtlinge
انځور: DW/S. Tanha

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA) د رپورټ پر بنسټ د می له پيل څخه د جون میاشتې تر نیمایي پورې نږدې ۵۵۰۰۰ افغانان د جګړو له امله د خپل کور کلي پریښودو ته اړ شوي دي.

په دې ترتیب سره دغه شمېر د تیر کال د همدې مودې په پرتله تر دوه برابره هم زیات دی چې د جګړو او تاوتریخوالي له امله بې ځایه شوي ول.

د دغه بیځایه شویو یوه لویه برخه د افغانستان له ختیځ او شمال ختیځ ولایتونو څخه کډه شوي دي.

په عین وخت کې د می میاشتې پر لومړۍ نېټه په رسمي ډول له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ له پيل سره سم طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په دې ترڅ کې له تقریباً ۴۰۰ ولسوالیو څخه شاوخوا ۶۸ ولسوالۍ طالبانو تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.

د سیمه ایزو چارواکو په حواله د سې شبنې او چهارشنبې ورځو ترمنځ دغې ډلې په شمال او سویل ختیځو درې ولایتونو کې لږ تر لږه پنځه ولسوالۍ نیولي دي.

د ولسوالیو د مرکزونو د نیولو پر مهال په لسګونو موټر چې په هغو کې زرې جیپان وسلې او نور پوځي تجهیزات شامل دي د طالبانو لاسونو ته ورغلي دي.

پخوا به د امریکا د هوایي بریدونو او تر یوې اندازې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په همکارۍ د طالبانو د بریدونو مخه نیول کیدله. خو اوس د بهرنیو ځواکونو وتل په دې معنی دي چې افغان امنیتي ځواکونه باید په یوازیتوب او بې له دا ډول ملاتړ څخه دغو بریدونو ته ځواب ووایي.

بهرنیو ځواکونو خپل د وتلو په بهیر کې ډیر پرمختګ کړی دی. دوی اکثره په ولایتونو کې له خپلو اډو څخه وتلي دي او د کابل په شمال کې د بګرام هوایي ډګر کې مستقر دي.

د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې د آلماني پوځ نا څرګند شمیر لا تر اوسه پورې د افغانستان په شمال مزار شریف کې پاتې دي.

ټاکل شوې ده چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱ نېټې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. تر اوسه پورې د سولې د راتګ څرک نه معلومیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل