طالبانو په ټول افغانستان کې مخابراتي اړيکي قطع کړي
۱۴۰۴ مهر ۸, سهشنبه
طالب چارواکو د روانې ميلادي میاشتې په سر کې د افغانستان په يو شمیر ولایتونو کې د چټک سرعت پر انټرنټ د «منکراتو» د مخنيوي په موخه د بندیز لګولو لړۍ پېل کړې وه.
د سایبري امنیت او انټرنټ د مدیریت د څار سازمان «نټ بلاکس» په حواله دوشنبې د شپې د موبايل يا ګرځنده تليفونو سګنالونه او انټرنټي خدمات په کرار کرار ضعيف شول څو د انټرنټ د اتصال د ژوندیو شاخصونو میزان له معمول سطحې ډېر راټيټ او يوازې يو سلنه ته ورسېد. د دغه سازمان د موندنو له مخې په ټول افغانستان کې په مخابراتي ارتباطاتو کې هم «کابو بشپړ اختلال» رامنځ ته شوی دی.
د افغانستان د داخلي رسنۍ «طلوع نيوز» په حواله د انټرنټ له قطع کيدو سره له افغانستان څخه تلوونکې او دغه هېواد ورتلونکې ټولې الوتنې هم ځنډيدلي دي. زياته شوې چې د پروازونو د ځنډيدو له کبله مسافرين له مشکلاتو سره مخامخ دي.
اړونده موضوع: په افغانستان کې د انټرنټي او مخابراتي خدماتو قطع کیدل
په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې دا لومړی ځل دی داسې څه پيښيږي. د کابل يو ۴۲ کلن دوکاندار نجيب الله، وايي: «بې له تليفون او انټرنټ موږ داسې یو لکه ړانده.» هغه زياته کړې: «زموږ ټول تجارت پر ګرځنده تليفونونو باندې متکي دی. ټول تحويلات مو پر تليفون دي. نن داسې ده لکه د رخصتۍ ورځ چې وي، ټول په کور کې دي. بازار په بشپړه توګه کنګل شوی دی.»
د نوري فايبر انټرنټ تر قطع کيدو يو څو دقيقې مخکې د طالبانو يوه حکومتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته خبرداری ورکړی وو چې نوري فايبر به قطع شي او د ګرځنده تليفونونو خدمات به هم اغیزمن شي.»
هغه ويلي ول چې «اته، نهه زره مخابراتي پایې» به وتړلې شي او زياته کړې وه چې دغه وضعيت به «تر امر ثاني» پورې دوام پيدا کړي.
اړونده موضوع: په څو ولایتونو کې د انترنیت قطع کول؛ ولې طالبان له انترنيت بېره لري؟
دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، زياته کړې: «د تماس نيولو بله هیڅ لاره او يا سیسټم موجود نه دی .... په ټول هېواد کې به بانکي سيکتور، ګمرکات او هر څه اغیزمن شي.»
د «نټ بلاکس» له خوا ويل شوي چې بلېک آوټ يا د انټرنټ او تليفوني اړيکو پرې کول «د خدماتو په قصدي توګه د پرې کولو سره مطابقت لري.»
د فرانسې خبري آژانس په کابل کې له خپل دفتر سره د دوشنبې په ماښام د ۵ بجو او ۴۵ دقيقو په شا او خوا کې تماس پرې شوی دی.
له کورنيو سره د تماس پرې کېدل
يوه ۴۰ کلن افغان چې په عمان کې ژوند کوي، د يوه متني پېغام له لارې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د بندیز له کبله مې په کابل کې له خپلې کورنۍ سره اړيکه په بشپړه توګه پرې شوې ده.»
هغه چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، زياته کړه: «زه نه پوهيږم چې څه روان دي، زه واقعاً انديښمن يم.»
په افغانستان کې ټليفوني خدمات اکثراً د انټرنټ له لارې وصل دي او له فایبري لاينونو څخه استفاده کوي، په ځانګړي توګه د دغه هېواد د محدودو مخابراتي زيربناو له کبله. د تېرو څو اونيو په ترڅ انټرنټ ډېر ورو شوی وو او قطع وصل کيده.
د سپتمبر میاشتې پر ۱۶مه نیټه د طالبانو د بلخ ولايتي ادارې وياند عطاء الله زيد، ويلي ول چې د طالب مشرانو د حکم پر اساس په دغه ولايت کې نوري فايبر انټرنټ په بشپړه توګه بند شوی دی.
نوموړي د ټولنیزو رسنيو له لارې ويلي ول: «دا ګام د منکراتو د مخنيوي په موخه پورته شوی او په ټول هېواد کې به د اتصال اړتياو ته د ځواب ويلو په موخه نور بديل انتخابونه وړاندې کړل شي.»
هغه وخت په شمالي ولايتونو لکه بدخشان او تخار او همدا راز په کندهار، هلمند، ننګرهار او روزګان کې پر انټرنټ د محدوديتونو څخه خبر ورکړل شوی وو.
په ۲۰۲۴م کال کې د نوري فايبر ۹۳۵۰ کيلومتره شبکې، چې ډېره برخه یې د افغانستان د پخواني حکومت په دوره کې جوړه شوې وه، کابل پوښلی وو. د دې شبکې د جوړولو «لومړيتوب» دا وو چې دغه هېواد نورې نړۍ ته ورنږدي کړي او له بې وزلۍ یې خلاص کړي.