1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان پر بشري مرستو د خبرو له پاره ژنيو ته تللي

۱۴۰۰ بهمن ۲۰, چهارشنبه

د طالبانو يو پلاوی د سه شنبې په ورځ ژنيو ته رسېدلی دی. ياد پلاوی هلته د يوه غير دولتي سازمان په مشرتوب بشري مرستو ته د لاس رسي او د بشري حقونو په اړه غونډه کې ګډون کوي.

Norwegen | Afghanistan-Gespräche mit den Taliban in Oslo
آرشيف انځورانځور: Stian Lysberg Solum/NTB/REUTERS

د طالبانو دغه پلاوی به له سويسي او نورو اروپايي چارواکو او همد راز د سره صليب کميټې له استازو سره وګوري. د سويس د بهرنيو چارو وزارت ټینګار کړی دی چې سويس ته د طالبانو دغه سفر د هغوی د په رسميت پيژندلو په معنی نه دی.

د طالبانو دا پلاوی د « Geneva Call» په نوم سازمان له خوا رابلل شوی دی. دغه ټولنه چې د نړيوالو بشري حقونو د پلي کولو له پاره هلې ځلې کوي، په افغانستان کې هم له اوږدې مودې راهيسې فعاليت کوي.

دغه ټولنې ويلي چې له دوشنبې تر جمعې ورځې پورې د افغانستان په اړه د يوه کنفرانس چې د بندو دروازو ترشا ترسره کيږي، کوربتوب کوي. له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، يو بشري بحران رامنځته شوی دی او د ملګرو ملتونو په حواله په ميليونو انسانان د لوږې له خطر سره مخ دي.

د دغي ټولنې له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي: «دمګړۍ ۲۳ میليونه افغانان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي او د هيواد ۹۷ سلنه نفوس د فقر تر کچې لاندې ژوند کوي.»

دغي ټولنې زياته کړې چې له همدې کبله یې طالبان يوه کنفرانس ته رابللي «څو ورسره پر بشري مرستو، د ملکيانو پر ساتنه، د روغتيا برخې ته پر پاملرنه او د ماينونو او نور چاوديدونکو توکو پر مسئله خبرې اترې وکړي.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي تېره اوونۍ د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چې دوی د نړيوالو له خوا په رسميت پيژنې ته ډېر نژدې شوي دي. دا څرګندونې نوموړي په اوسلو کې له لوېديځو چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته وکړې.

تر اوسه هیڅ هيواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی خو متقي ويلي ول چې دوی په کرار کرار نړيوال مشروعيت ترلاسه کوي.

د سويس د «کي ستون – اس دي ای» خبري آژانس په حواله د پلاوي مشري د طالبانو د دفاع وزارت يو لوړپوړی چارواکی مفتي لطيف الله حکيمي کوي. په دې پلاوي کې نور کابو لس کسان شامل دي.

په نظر کې ده چې د پراختيا او همکارۍ له پاره د سويس د آژانس استازي او همدا راز د بهرنيو چارو وزارت د سولې او بشري حقونو برخې او همدا راز د دغه وزارت د آسيا- پاسيفيک برخې استازي به روانه اوونۍ له دغه پلاوي سره وګوري.

د سره صليب نړيوالې کميټې هم تائيد کړې ده چې د طالبانو له پلاوي سره یې  ملاقات په نظر کې نیولي دي. د سره صليب د نړيوال کمېټې يوه وياند وويل چې دا ډول ديالوګ د «يوه بې پرې او بې طرفه بشر دوستانه ماموريت» سر ته رسولو له پاره «اړين» دي.

دغه وياند وويل: «موږ به روانه اوونۍ د طالبانو له دغه لوړپوړي پلاوي سره ديالوګ ته دوام ورکړو او رغنده بحثونو ته سترګې په لار یوو.»

د « Geneva Call» ټولنې ويلي چې د دې کنفرانس موخه یې په افغانستان کې د بشردوستانه نورمونو سره موافقت او د مرستو خوندي انتقال دی. يادې ټولنې ويلي چې د خپل ټاټوبي ژنیو یې ځکه د دې کنفرانس له پاره انتخاب کړی دی چې دا ښار د ديالوګ او نړيوالو بشري قوانينو ته د درناوي اوږد دود لري.

ب. ص/ ن. ز (AF)