1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

خواجه آصف: موږ په افغانستان کې د خپلو کړنو بيه پرې کوو

۱۴۰۴ بهمن ۳۰, پنجشنبه

د پاکستان د دفاع وزير ويلي دي چې په افغانستان کې اوسنی وضعيت د هغه څه بيه ده چې پاکستان په اتيايمه لسیزه او د سپتمبر د ۱۱ د پېښو وروسته ترسره کړي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف، د دويچه ویله له خبريال شامل شمس سره د مرکې په حال کې
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د مونشن امنيتي کنفرانس په څنډه کې له دويچه ویله سره د يوې مرکې په ترڅ کې یو ځل بيا د هغو ترينګلتياوو له کبله چې له طالبانو سره یې لري، هند ګرم بللی دی.انځور: Shamil Shams/DW

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د مونشن امنيتي کنفرانس په څنډه کې له دويچه ویله سره د يوې مرکې په ترڅ کې یو ځل بيا د هغو ترينګلتياوو له کبله چې له طالبانو سره یې لري، هند ګرم بللی دی.

نوموړي د دې مرکې په ترڅ کې وويل: «زه باور لرم او د خپل باور له پاره دلايل لرم څه چې زموږ په لویدیځه پوله باندې تیريږي، د هند له خوا یې ملاتړ کيږي. په دې ورځو کې د کابل او ډهلي اړيکه ډېره صميمي ده

د تېر ميلادي کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان او طالبانو د ځواکونو ترمنځ پر پوله نښتې رامنځته شوې. نښتې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان تر هوايي بريدونو وروسته رامنځته شوې او پاکستاني چارواکو ويلي ول چې د دې بريدونو هدف د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې مشران دي.

اړونده موضوع: هند په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي

اسلام آباد د طالبانو اداره وسله والو په ځانګړي توګه د ټي ټي پي غړيو ته د پناه په ورکړه تورنوي او ادعا کوي چې دا وسله وال د افغانستان له خاورې پر پاکستان باندې بريدونه کوي، هغه ادعاو چې طالبان یې ردوي. د طالبانو ادارې څو ځلي ټينګار کړی دی چې اجازه به ور نه کړي چې څوک د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د پاکستان د دفاع وزیر په خپلو خبرو کې وويل: «زه څوک نه ملامتوم، ځکه هغه څه چې په کابل کې وشول، اساساً د هماغه څه بيه ده چې موږ په اتيايمي لسیزه کې ترسره کړي او د هغه څه چې د سپتمبر تر ۱۱مې نيټې وروسته رامنځته شول.»

پاکستان په اتيايمه لسیزه کې د افغانستان په وضعيت کې مرکزي نقش درلود. هغه وخت د افغانستان د مجاهدينو ډلې د امريکا متحده ايالاتو په ګډون د يو شمیر هېوادونو په مالي ملاتړ د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې جنګيدلې او پاکستان په دې ملاتړ کې اساسي نقش درلود.

ايا د طالبانو پر وړاندې د پاکستان سياست تغير کړی دی؟

30:04

This browser does not support the video element.

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ تر بريدونو وروسته پاکستان د امريکا په مشرۍ ائتلاف سره همکار شو خو په عين وخت کې پرې دا تورونه هم لګول کيدل چې له امريکا سره د همکارۍ ترڅنګ طالبانو ته هم پناه ورکوي او له دغې ډله څخه ملاتړ کوي.

که څه هم چې پاکستاني چارواکو له طالبانو څخه د ملاتړ خبره ردوله خو اسلام آباد له امريکا سره د خبرو اترو میز ته د طالبانو په کینولو کې مهم نقش لوبولی او د دواړو لوريو ترمنځ د سولې پر تړون یې خوښي څرګنده کړې وه.

د طالبانو چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې هڅه کړې ده چې له هند سره خپلو اړیکو ته وده ورکړي. په اکتوبر میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امیر خان متقي، هند ته سفر وکړ او تر دې وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په کابل کې خپل نمايندګي له فني کچې څخه د سفارت کچې ته لوړوي.طالبانو همدا شان خپل دیپلوماتان هند ته استولي دي.  

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب