1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د بهرنیو ځواکونو د همکارانو کورنۍ محکمې ته ورغوښتي

۱۴۰۰ مهر ۱۰, شنبه

طالبانو د بهرنیو ځواکونو د پخوانیو همکارانو کورنیو ته احضاریه لیکونه استولي دي. د دې رپوټ پر بنسټ په هغه صورت کې چې د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران ځانونه معرفي نه کړي، کورنۍ به یي په شدید ډول مجازات شي.

Afghanistan I Taliban I Straßenkontrollen in Herat
انځور: Hoshang Hashimi/AFP/Getty Images

د NOS هالنډي تلویزوني شبکې رپوټ ورکړی دی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هغو کورنیو پر وړاندې چې پخوا یي له بهرنیو ځواکونو سره کار کاوه، قضایې دوسیې جوړې کړي دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د ژباړونکو کورنیو ته چې ځانونه یي د طالبانو له ویرې پټ کړي دي، د طالبانو لخوا ورته احضاریه یا محکمې ته د حاضریدو لیکونه استول شوي دي.

په هغه صورت کې چې د بهرنیو ځواکونو همکاران ځانونه معرفي نه کړي، نو کورنیو ته به یي د درنو مجازاتو حکم صادر شي.

یوه له دغو احضاریو څخه چې په یاده هالنډي تلویزوني شبکه کې خپره شوې ده، په افغانستان کې د انټرپول پولیسو د پخواني غړي پورې ارتباط نیسي. نوموړی کس په «بی آبروئۍ» او د «حرام مال په ترلاسه کولو» تورن شوی دی.

د NOS تلویزوني شبکه په افغانستان کې د هالنډ هیواد له په لسګونو پخوانیو همکارانو سره په اړیکه کې ده او واضحه کړې یي ده چې دغه کسان او د کورنۍ د غړو وضعیت یې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی.

آژانسونه: ش.ن/ ک.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل