1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن له طالبانو غوښتي چي امريکايي بندي خوشې کړي

۱۴۰۰ بهمن ۱۱, دوشنبه

جو بایدن له طالبانو څخه د پخواني امریکایي سرتیري او ساحتماني پروژو همکار مارک فرریکس د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. بایدن له هیواده بهر د ټولو امریکایي بندیانو آزادولو په برخه کې د واشنګټن پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

US-Präsident Joe Biden hält in Washington eine Rede über Afghanistan
انځور: Jim Watson/AFP

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن په یوه بیانیه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د یوه پخواني امریکایي عسکر او ساختماني پروژو د همکار مارک فرریکس د یرغمل نیول کیدو په دویمه کلیزه کې، د ملکیانوي امنیت ته ګواښ د نه منلو وړ او یرغمل نیول یي یو ظالمانه او بزدلانه اقدام بللی دی.

د امریکا د ولسمشر په دې بیانیه کې د طالبانو په مخاطب کولو سره ویل شوي دي: «طالبان مخکې له دې چې د مشروعیت ترلاسه کولو په فکر کې شي، باید مارک فرریکس آزاد کړي. دا د مذاکرې وړ نه دی.»

تر اوسه پورې د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

۵۹ کلن مارک فرریکس د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتیری دی چې د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ پر ۳۱ نېټه په کابل کې په یوه ساختماني پروژه کې د کار پر مهال تښتول شوی و.

فرریکس د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې له موافقې څخه یو میاشت مخکې یرغمل نیول شوی و. ویل شوي چې نوموړی له حقانې شبکې سره بندي دی چي د طالبانو یوه سخت دریځه څانګه او د ډیرو ځانمرګي بریدونو ترسره کوونکې ده.

مارک فرریکس د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ پر ۳۱ نېټه په کابل کې په یوه ساختماني پروژه کې د کار پر مهال تښتول شوی و.انځور: Courtesy Charlene Cakora/Chicago Tribune/TNS/picture alliance

جو بایدن په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د هغه حکومت به له هیواده بهر د هر امریکایي بندي یا یرغمل نیول شوي کس خپل هیواد ته د بیرته ستنولو په برخه کې هر ډول هڅې ونه سپموي.

اټګل کیږي چې مارک فرریکس په افغانستان کې یرغمل نیول شوی وروستی امریکایي دی. نوموړي یو کال په افغانستان کې د ساختماني پروژو په برخه کې کار کړی دی.

د فرریکس کورنۍ د ده د خوشې کولو په برخه کې د امریکایي حکومت پر ناغیړۍ انتقاد کړی دی. د بیلګې په توګه د فرریکس خور په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې لیکلي دي: «ښاغلی ولسمشر زما ورور بیرته کور ته راولئ.»

بایدن په داسې حال کې د امریکایي یرغمل شویو او بندیانو د آزادولو په برخه کې د امریکا پر ژمنتیا ټینګار کړی دی چې په ایران کې د دغه هیواد یوه پخواني بندي بری روزن، دوې اونۍ مخکې په ویانا کې، د هغه هوټل مخکې ته چې په ایران کې د امریکایي او دوه تابعته بندیانو د خوشې کیدو په هکله، د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی وو.

یو بل امریکایي کس نزار زاکا، چې څلور کاله په ایران کې بندي و هم په دې اعتراضي اقدام کې له بری روزن سره ملګرتیا کړې وه.

د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي رابرت مالی، ویلي دي چې په ایران کې د امریکایي بندیانو آزادیدل، له تهران سره د موافقې شرط دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل