1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منل کيدو ژمنه لرونکو افغانانو پر «امن کور» چاپه

۱۴۰۴ دی ۳۰, سه‌شنبه

آلماني رسنيو رپوټ ورکړی دی چې د طالبانو امنيتي ځواکونو په کابل کې یو «امن کور» تلاشي کړی دی چې د آلمان د منل کيدو په پروګرام کې شامل کسان پکې اوسي. آلمان له دې افغانانو سره د مرستې د هلو ځلو په اړه خبر ورکړی دی.

آرشیف انځور: د طالبانو د امنیتي ځواک يو غړی په کابل ښار کې وسله په لاس ولاړ دی
د «ټاګس شاو» خپرونې په خپل رپوټ کې د اغیزمنو کسانو له خولې ويلي دي چې د طالبانو مامورين کوټه په کوټه ګرځيدلي، دروازې یې ماتې کړي او له هغوی یې څو ساعته پوښتنې ګرويږنې کړي دي.انځور: AFP

تر هغه وروسته چې د آلمان د منل کیدو په پروګرام کې شامل افغانان په يوه «امن کور» کې د طالبانو له خوا د تلاشۍ او پوښتنو ګرويږنو سره مخامخ شوي دي، د آلمان حکومت اعلان کړی چې هڅه کوي د دې افغانانو ملاتړ وکړي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته په ځواب کې ويلي دي: «په افغانستان کې د دې کسانو ملاتړ د مثال په توګه د استوګنې په برخه کې، د امکان تر حده ترسره کيږي.»

اړونده موضوع: آلمان: د افغانانو د منل کيدو کابو هره دويمه ژمنه لغوه شوې

د «کابل لوفت بروکه» په نوم سازمان چې آلمان ته د منل کیدو د ژمنه لرونکو افغانان د انتقال په برخه کې فعاليت کوي، رپوټ ورکړی دی چې له يکشنبې ورځې وروسته د طالبانو مامورينو په کابل کې د آلمان د حکومت په دې «امن کور» کې عمليات ترسره کړي دي.

۷۹ له ځانګړي خطر سره مخامخ افغانان چې د آلمان د منل کيدو په نوملړ کې شامل دي، په دې مېلمستون کې اوسي.

د آلمان د لومړي تلویزيون د «ټاګس شاو» په نوم خبري پروګرام د يوه رپوټ په حواله دا تلاشي د يکشنبې ورځې تر ماسپښين وروسته پېل شوې او د طالبانو کسان چې ځينې یې مسلح ول، دې «امن کور» ته داخل شوي دي.

دې رسنۍ زياته کړې ده چې له دې ۷۹ کسانو څخه یې د ځينو د منل کيدو ژمنه يو څو ورځې مخکې لغوه يا بیرته اخيستل شوې ده. 

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په دې موضوع خبر دی. دې وزارت ويلي دي چې د آلمان حکومت په سيمه کې د خدماتو د يوه وړاندې کوونکي په وسيله د روان وضعيت په اړه په نږدې اړيکه کې دی.

اړونده موضوع: آلمان ته د راتګ اجازې ترلاسه کول؛ يوه پخواني افغان قاضي د اقامې دعوا کړې

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې ده چې حکومت له «ډېر شمیر» هغو افغانانو سره په اړيکه کې دی چې باید په پاکستان کې یې په آلمان کې د منل کیدو د بهير موده تېره کړې وای، خو د دغه هېواد له لوري افغانستان ته اخراج شوي دي. 

څو ساعته پوښتنې ګرويږنې

د «ټاګس شاو» خپرونې په خپل رپوټ کې د اغیزمنو کسانو له خولې ويلي دي چې د طالبانو مامورين کوټه په کوټه ګرځيدلي، دروازې یې ماتې کړي او له هغوی یې څو ساعته پوښتنې ګرويږنې کړي دي.

اړونده موضوع: په لسونو افغانان چې آلمان ته د انتقاليدو ژمنه ورسره شوې وه، مړه شوي

د دې رپوټ په حواله طالبانو د دې کسانو لاسي تليفونونه راټول کړي، پيغامونه یې کنترول کړي او هغوی یې په دې اړه پوښتلي چې ولې غواړي آلمان ته ولاړ شي او دا چې په ماضي کې یې په افغانستان کې څه دنده ترسره کړې وه.

د زرغون ګوند له لوري د آلمان پر حکومت نيوکې

د آلمان زرغون ګوند د طالبانو د ځواکونو دې عملیاتو ته په کتلو سره يو ځل بيا د آلمان پر حکومت له خطر سره د مخامخ افغانانو د يوازې پریښودو تور لګولی دی.

د زرغون ګوند د پارلمان دوو غړيو شاهينه ګامبیر، او مارسل امريش، په يوه ګډه بيانيه کې ويلي دي چې دا کسان اوس په کابل کې «د راډيکالو اسلامپالو د تعقیب او ځورونې» سره مخ دي.

د زرغون ګوند دې دوو استازو زياته کړې ده: «اوس روښانه کيږي چې دا کسان حتی په هغو ميلمستونونو کې هم خوندي نه دي چې د آلمان د حکومت له لوري ساتل کيږي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب