طالبانو د «مقاومت جبهې» د اتو جنګياليو د وژلو ادعا کړې ده
۱۴۰۰ بهمن ۱, جمعه![Afghanistan, Panjshir | Widerstand gegen die Taliban](https://static.dw.com/image/59023514_800.webp)
د فرانسې خبري آژانس د جمعې په ورځ د طالبانو له قوله خبر ورکړی دی چي د افغانستان په شمال کې يې د مقاومت جبهې له غړو سره نښته شوې ده.
په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې طالبان د يوه منظم مقاومت شتون په کلکه ردوي، خو د پنجشنبې شپې دې پېښې وښووله چې د دغي ډلې پر وړاندې وسله وال مخالفت د رامنځته کيدو په حال کې دی.
د ملي مقاومت جبهې يا «اين آر اف» جنګیالو چې مشرتوب یې د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود کوي، په بلخ ولایت کې د طالبانو پر ضد جګړه کړې ده.
احمد مسعود: موږ خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو
د بلخ ولایت د طالبانو د پوليسو وياند آصف وزيري په يوه غږيز پېغام کې خبريالانو ته ويلي دي چې د مقاومت جبهې اته جنګيالي له طالبانو سره په «مخامخ جګړه» کې وژل شوي دي.
وزيري ويلي دي چې طالبانو د مقاومت جبهې د جنګیالو تجهیزات او ماشيندار هم نيولي دي.
د فرانسې خبري آژانس د طالبانو د دغي مخالفې ډلې له وياند څخه په دې تړاو د تبصرې غوښتنه کړې ده خو تر دې دمه [د رپوټ تر نشريدو] یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د دې نښتې خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې کابو دوې اونۍ ترمخه د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي په تهران کې له احمد مسعود سره ليدلي ول.
طالبان: له احمد مسعود او اسماعیل خان سره مو لیدلي
تر دې ليدنې کتنې وروسته د مقاومت جبهې يوه چارواکي ويلي ول چې مقاومت جبهه او طالبان اوس هم د نظر ډېر اختلاف لري او د پخلاينې هيڅ امکان يې نشته.
د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د احمد مسعود په مشرتوب د مقاومت جبهې ځواکونه په پنجشير کې راټول شوي ول او په سپتمبر میاشت کې یې د دغه درې تر سقوط دمخه هلته خپل مقاومت ته دوام ورکړی وو.
هغه مهال طالبانو د پنجشير د نیولو له پاره سخت بريدونه پيل کړي ول او له سيمې څخه د سختې جګړې رپوټونه ورکړل شوي ول.
طالبانو د داعش د سيمه ایزې څانګې «خراسان» له مقاومت سره هم مخامخ دي چې په سيمه کې د يوه اسلامي خلافت د رامنځته کولو په هدف وسله واله جګړه کوي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)