1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو اداره به د کونړ پر سیند د بند پر جوړولو وتوانیږي؟

۱۴۰۳ مرداد ۱۰, چهارشنبه

په افغانستان کي په تيرو څو میاشتو کي چینايي شرکتونه لا پسي فعاله سوي او غواړي په بیلابیلو اقتصادي برخو کي پانگونه وکړي. یوه چینايي شرکت ویلي دي چي د کونړ پر سیند باندي د برېښنا درې بندونو له جوړولو سره لیوالتیا لري.

افغانستان؛ د کونړ سېند
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر زیاتوي چي د کونړ سیند د بریښنا له پاره کافي اوبه لري او له دغو بندونو څخه د تولید سوي انرژۍ له پاره اړتیاوي هم موجودي دي.انځور: ZUMA Press/IMAGO

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور، ویلي دي چي یو چینايي شرکت غواړي د کونړ پر سیند د برېښنا درې بندونه جوړ کړي. خو شنونکي وايي چي د دا ډول پروژو په عملي کولو سره د پاکستان د پخواني مخالفت په نظر کي نیولو سره به دا کار ستونزمن وي.

د طالبانو او چین چارواکو تازه اعلان کړی دی چي د لوگر له مس عینک څخه د مسو د استخراج کار له سره پیلوي.

د طالبانو ادارې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي دي چي له یوه چینايي شرکت سره یې چي غواړي د کونړ ولایت د آب شال، ساگي او سرتاق پر بندونو باندي پانگونه وکړي، خبري اتري کړي دي.

منصور زیاتوي: «د چینايي شرکتونو مسئولینو د پانگوني له پاره لیوالتیا ښودلې  ده او ویلي یې دي چي دې ته تیاري لري چي ډېر ژر له نوموړي وزارت سره د گډ کار قراردادونه آماده او د دغي پروژې عملي کارونه پیل کړي.»

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر زیاتوي چي د کونړ سیند د بریښنا له پاره کافي اوبه لري او له دغو بندونو څخه د تولید سوي انرژۍ له پاره اړتیاوي هم موجودي دي. هغه وویل چي د دغو بندونو په جوړولو سره به افغانستان حتی گاونډیو هیوادونو ته د بریښنا په ورکړي وتوانیږي.ه وویل چي د دغو بندونو په جوړولو سره به افغانستان حتی گاونډیو هیوادونو ته د بریښنا په ورکړي وتوانیږي.

چين: افغانستان کې ديپلوماتانو ته اړتيا لرو

06:15

This browser does not support the video element.

د دغه چینايي شرکت او یا هم د بندونو جوړولو د لگښت په هکله نور معلومات نه دي وړاندي سوي.

که څه هم چین له پاکستان او افغانستان سره نیژدې اړیکي لري، خو پس له هغه چی په پاکستان کي له هغه وروسته چي په چینايي کارگرانو ډک یو موټر په نخښه سو، پاکستاني چارواکو وویل چي دغه برید په افغانستان کي پلان سوی وو. داسي تورونه چی طالبانو يې تل ردوي.

د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو احتمالي عواقب

طالب چارواکي په داسي حال کي دکونړ  پر سیند د برېښنا بند جوړولو خبره کوي چي ځیني پاکستاني چارواکي په رسنیو او یا هم د پخواني حکومت له چارواکو سره په خبرو اترو کي د دغه ډول بندونو له جوړولو سره مخالفت ښکاره کړی دی.

پاکستان اندېښنه لري چي د کونړ پر سیند به د اوبو او برېښنا د بندونو جوړول به د دې باعث سي چي پاکستان ته لږ اوبه ورسیږي. د کونړ د سیند اوبه د کابل له رود سره له یو ځای کیدو وروسته په پاکستان کي د سند رود ته بهیږي.

له بلي خوا پاکستان ادعا کوي چي ټي ټي پي يا پاکستاني طالبان او د هغه مشران د افغانستان په دننه کي دي او له هغه ځایه په پاکستان کي بریدونه کوي، په داسي حال کي چي طالبانو دغه ډول تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چي په پاکستان کي ناآرامي د دغه هیواد داخلي موضوع ده.

شنونکي وايي، که حتی طالبان وغواړي او چینايي شرکت هم د کونړ پر سیند د برېښنا بندونو پر جوړولو پانگونه وکړي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به لا پسي زیات سي.

پخواني پوځي او د امنیتي مسائلو کارپوه نثار احمد شیرزي، دویچه ویله ته وویل چي چین خپلو گټو ته گوري او هغو کړکیچونو ته پاملرنه نه کوي چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجود دي.

شیرزي وویل: «د کونړ  پر سیند د برېښنا بندونو جوړول د افغانستان په گټه نه دی. که داسي یو اقدام وسي، نو د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به لاپسي زیات سي.»

په پاکستان کي د افغانستان پخواني سفیر احمد سعیدي، دویچه ویله ته وویل: «که د برېښنا د بند جوړول د پاکستان گټو ته ضرر ورسوي، نو زه په دې باور نه یم چی چین به د دا ډول یوه بند په جوړولو لاس پوري کړي.»

په افغانستان کي د چین د پروژو د امنیت ساتلو ژمنه

په همدې حال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کي د چین سفیر ته ډاډ ورکړی دی چي په افغانستان کي به د چین د پروژو امنیت وساتي.

په افغانستان کي پر چینايي اتباعو باندي بریدونه کومه نوې خبره نه ده. په ۲۰۲۲م کال کي د کابل په یوه هوټل کي چي چینايي اتباع پکښي اوسیدل، بريد وسو او ۲۱ کسانو په پکښې مرګ ژوبله واوښته. د دغه برید مسئولیت بيا داعش پر غاړه واخیست.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، بیا د سې شنبې په ورځ په کابل کي د چین له سفیر ژائو شینگ، سره هم لیدلي دي. د طالبانو تر کنترول لاندي د باختر خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چي دواړو چارواکو د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي همږغۍ په هکله خبري اتري کړي دي. 

باختر لیکلي دي: «په دغه لیدنه کتنه کي، د چین سفیر د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه څخه، په افغانستان کي د پروژو، ډیپلوماټانو او د میشتو چینايي اتباعو د امنیت ساتلو له پاره باثباته ژمني ستايلي دي.»

د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کي د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، چین یو له هغو هیوادونو څخه دی چي له طالبانو سره نیژدې اړیکي لري. که څه هم چین تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پیژندلې، خو د نوموړي هیواد له پاره یې د طالبانو د ټاکل سوي سفیر د باور لیک منلی دی.

د طالبانو سفير په چین کې ښځینه زده کوونکې تشويق کړي

01:28

This browser does not support the video element.

GP/NZ/Sirat

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل