1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پخواني حکومت یو شمیر ادارې له منځه وړي

۱۴۰۰ دی ۵, یکشنبه

واک ته تر رسېدو کابو څلور مياشتې وروسته طالبانو د ټاکنو خپلواک کميسيون او د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کميسيون له منځه وړی دی. طالبان وايي دغو ادارو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

Nach Präsidentenwahl in Afghanistan
انځور: Rahmat Gul/AP/dpa/picture alliance

د طالبانو يوه وياند، بلال کريمي، د شنبې په ورځ په کابل کې ويلي دي چې دغو دواړو مرجعو ته نور اړتيا نه ليدل کيږي. د هغه د څرګندونو له مخې د سولې او پارلماني چارو وزارتونه هم په دې وروستيو کې له منځه وړل شوي دي.

په ۲۰۰۶ کال کې رامنځ ته شوي د ټاکنو کميسيون د دې دنده درلوده چې ولسمشريزې او نورې ټاکنې په افغانستان کې تنظيم کړي او ويې څاري.

پخواني افغاني حکومتي چارواکي حليم فدایي د کميسيون له منځه تګ غندلی دی. په خبره يې دغه پرېکړه ښيي چې طالبان »په دموکراسۍ باور نه لري.« دغه پخواني والي پر دغو تندلارو کړيو تور ولګاوه چې واک »د مرميو، نه د ټاکنو« د لارې تضمينوي.

طالبانو د اګست په نيمايي کې يو ځل بيا په افغانستان کې ولکه ټينګه کړه. تر اوسه هيڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. طالبانو ژمنه کړې وه چې نوی حاکميت به يې د ۹۰يمو کلونو په پرتله نرم وي. خو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر په څېر د وزارت بېرته فعالولو هغه شکونه ډېر کړل چې اسلامپال طالبان به په خپلو ژمنو عمل هم وکړي.