1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کندهار کې د داعش پر ضد عمليات کړي

۱۴۰۰ آبان ۲۴, دوشنبه

طالبانو ويلي دي چې د افغانستان په جنوب کې یې د داعش ډلې پر شکمنو پټنځایونو چاپې وهلي دي. دا عمليات په دې وورستيو اوونيو کې د داعش له خوا د خونړيو بريدونو په تعقيب کې ترسره کيږي.

Afghanistan I Taliban I Straßenkontrollen in Herat
انځور: Stringer/AA/picture alliance

د طالب چارواکو په حواله د اسلامي دولت خراسان ډلې پر ضد دا عمليات د کندهار ولايت په څلورو ولسواليو کې له بيګا نیمې شپې راهيسې پېل شوي او تر دوشنبې سهاره یې دوام کړی. د طالبانو د کندهار ولایت د پوليسو مشر عبدلغفار محمدي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «تر اوسه د دې عملیاتو په ترڅ کې د داعش څلور جنګيالي وژل شوي او لس نيول شوي دي. له دوی څخه یوه یې په يوه کور کې دننه ځان په بمونو الوزولی دی.»

د طالبانو د استخباراتي ادارې يوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، ويلي دي چې د عملياتو په ترڅ کې درې ملکيان هم وژل شوي دي.

سيمه ایزو رسنيو د يوه طالب چارواکي په حواله رپوټ ورکړی دی چې د کابل په لوېديځه څنډه کې هم د دوشنبې په سهار يوه چاودنه شوې چې تلفات یې نه درلودل.

په دې تېرو دريو مياشتو کې يعني د طالبانو له خوا د کابل تر ولکې وروسته داعش ډله په جلال آباد، کندز، کندهار او کابل ښارونو کې ډېره فعاله ده.

په کندهار کې پر مسجد د بريد د قربانيانو شمېر لوړ شوی دی

تېره مياشت يادې ډلې په کندهار ولايت کې د شعيه مذهبو پر يوه جومات د بريد پړه منلې وه چې ۶۰ کسان پکې وژل شوي او يو شمیر نور ټپياین شوي ول.

دې ډلې همدا راز د يکشنبې په ورځ په کابل کې د بمي بريد په ترڅ کې يو مني بس ويجاړ کړی وو چې يو مشهور خبريال او دوه نور کسان پکې ووژل شول. داعش ادعا کړې وه چې په دې بريد کې یې ۲۰ کسان شعيه وګړي وژلي او يا ټپيان کړي دي.

د نوامبر مياشتې په پېل کې هم دې ډلې د سردار محمد داود خان پر۴۰۰ بستریز پوځي روغتون بريد کړی وو چې له امله یې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر زخمي شوي ول.

دې ډلې همدا راز د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې هم د يو شمیر بريدونو پړه منلې ده. ننګرهار ولایت د دې ډلې پوخ سنګر هم بلل کيږي.

ب. ص/ ن.ز (AFP)  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب