1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د نوي دولت د تشکیل هڅې پيل کړي دي

۱۴۰۰ شهریور ۲, سه‌شنبه

د رسنیو د رپوټونو په حواله طالبانو د نوي دولت د تشکیلولو د هڅو په لړ کې د لومړي ځل له پاره وزیران نومولي دي. د پژواک خبري آژآنس د رپوټ پر بنسټ طالبانو د ماليې او کورنیو چارو وزیران تعین کړي دي.

Afghanistan Anführer der Taliban Mullah Baradar Akhund
انځور: REUTERS

د نورو هیوادونو له خوا په افغانستان کې د طالبانو د دولت په رسميت پيژندل کیدل به جدي عواقب ولري. په دې توګه به دغه ډله هغو بهرنیو مرستو ته لاسرسی پيدا کړي چې تر اوسه پورې د دغه بیوزله هیواد پخوانی حکومت ور پورې وابسته و.

د پژواک خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ ګل آغا د مالیي وزیر او صدر ابراهیم بیا د کورنیو چارو د نوي وزیر په توګه ټاکل شوي دي. همدارنګه ملا شیرین د کابل والي او حمد الله نعماني د پلازمېنې کابل نوی ښار وال ټاکل شوی دی.

د ملي امنیت ادارې له پاره هم یو نوی رئیس ټاکل شوی دی. د دغو مقرریانو په اړه نور معلومات تر اوسه پورې نه دي رسنیز شوي. رويترز خبري آژانس چې د پژواک خبري آژانس د خبر له مخي راپور ورکړی دی ليکلي دي چي دوی په دې نه دي توانيدلي چې د دې خبر په اړه د طالبانو د کوم ویاند نظر واخلي.

د دوشنبې په ورځ لا طالبانو حاجي محمد ادریس د افغانستان د مرکزي بانک د مشر په توګه اعلان کړی. له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د طالبانو واک ته تر رسیدو راهيسي بانکونه تړلي او ډېر دفاتر خالي دي.

د مرکزي باند مشر اجمل احمدي له کابل څخه تښتیدلی دی.

د بریتانيا لومړي وزیر بورس جانسن چې نن د سه شنبې په ورځ د G7 یا د نړۍ د پرمختللو صنفتي هیوادونو د سرمشریزې کوربه دی، د یو شمیر هیوادونو له خوا د طالبانو رژیم د په رسمیت پيژندلو په اړه خبرداری ورکړی دی. جانسن ویلي: «تر هغې اندازې چې موږ کولی شو د ټولو هم فکره اشخاصو ترمنځ د یوه واحد دریځ غوښتونکي یوو».

د نړۍ د ۷ صنعتي هیوادونو مشران د یوه ویډیوي کنفرانس له لارې د افغانستان پر وضعیت سلا مشورې کوي.

د طالبانو د رهبرۍ معتدله غړو د نوي دولت د تشکیل له پاره هڅې او مذاکرات پيل کړي دي. په دغو خبرو اترو کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي هم ګډون لري. تر کرزې وروسته په ۲۰۱۴م کال کې محمد اشرف غني واک ته ورسید. غني تیره اونۍ هیواد پريښود او متحده عربي اماراتو ته ولاړ، د هغه په خپله وینا دا کار یې د وينې توېدنې د مخنيوي په خاطر کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز