1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

ولسي خلک: د طالبانو پلويان او غړي له کليو ايستل کيږي

امید دیدار
۱۴۰۰ تیر ۲, چهارشنبه

د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې ده چې هغه کورنۍ چې غړي یې د طالبانو برخه وي، یا به د طالبانو لیکې پرېږدي يا به يې کورنۍ له سیمې کډه کوي.

Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

دوی وايي، دا پرېکړه یې وروسته له هغه کړې چې طالبانو په ياده ولسوالۍ کې د ولسي وګړیو پر کورونو، کروندو او نورو تاسیساتو بریدونه وکړل او دوی ته یې زیان واړاوه.

د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو په خبره، د طالبانو د جګړو له امله ګڼې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړي شوي چې لا هم د خپلو کورونو، کروندو او نورو شتو په اړه مالومات نه لري.

دغو قومي مشرانو دا پرېکړه پرون سې ‌شنبه په سپين غر ولسوالۍ کې د يوې قومي غونډې پرمهال کړې ده.

د دغې ولسوالۍ قومي مشر او د یادې غونډې ګډونوال ملک سبحان الله دویچه ويله ته وویل، د دغې پرېکړې پر مهال د درېو قومونو شاوخوا سل مشران ورټول ول او دې پایلې ته رسېدلي چې نور به په خپلو سیمو کې هېڅ وسله والې ډلې ته ځای نه ورکوي.

ده وویل، که د هرې کورنۍ غړی په طالبانو کې وي، یا به د دغې ډلې لیکې پرېږدي او یا به یې کورنۍ د قومي پرېکړې له مخې، خپله سیمه پرېږدي.

د سپین غر ولسوالۍ یوه بل قومي مشر ملک کمین دویچه ويله ته وویل، دوی له افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه راټول شوي ول چې په ترڅ کې یې ټول مشران پر یادې پرېکړې هوکړې ته ورسېدل.

دی وايي، د خپلو خلکو د سر و مال د «خونديتوب» او «باعزته پاتېدو» په پار یې دغه پرېکړه کړې ده.

ملک کمین وویل: «پخوا موږ داعش زورولي وو. کورونه مو وران شول، میندې کونډې شوې، خلک کډوال شول. اوس مو له طالبانو غوښتنه ده چې نور دې دا قومونه نه زوروي.»

د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې دا پرېکړه داسې حال کې کېږي، چې په هيواد کې جګړو زور اخستی او هره ورځ د ولسوالیو د سقوط او بېرته نیونې خبرونه لاس پر لاس کېږي.

د سپين غر ولسوال محمد یاسین بابر دویچه ويله ته وويل، د خپلې ولسوالۍ له قومي مخورو یې غوښتي دي چې په خپلو سیمو کې دې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او بیا دې وسله والو ډلو ته دا موکه نه ورکوي چې د دوی کلي او بانډې ناامنه کړي. نوموړی له ولسي وګړیو غواړي، چې له دوی سره همکار پاتې شي.

ولسوال یاسین بابر وايي، اوس مهال د سپين غر ولسوالۍ په هغو سیمو کې پوځي عملیات روان دي چې طالبانو پرې بریدونه کړي ول. هغه وايي اوس له ډېرو سیمو وسله وال ایستل شوي او پاتې سیمې به ژر امن شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د مالوماتو له مخې، د سپین غر په مامند دره کې د جګړو له امله نیږدې درې سوه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

چارواکو ویلي دي چې د کډوالو ریاست د بې ځایه شویو ليست ترتیب کړی او کله چې خلک خپلو سیمو ته په ستنېدو شي، د مرستو لړۍ هم ورسره پیلوي.

عطاالله خوږیاڼي وایي چې د ننګرهار په ډېرو سيمو کې ولسي خلکو د نظام په ملاتړ او د وسله والو طالبانو خلاف پاڅونونه پیل کړي دي.

همدا نن چارشنبه د پخواني جهادي قومندان او د ولسي جرګې غړي حضرت علي په مشرۍ ګڼ شمېر پشه‌یانو د طالبانو خلاف پاڅون کړی.

په یو شمېر نورو ولایتونو کې ولسي خلکو د طالبانو خلاف پاڅون هم کړی دی.

موده وړاندې طالبانو د ننګرهار د اچین او سپین غر ولسوالیو پر دوو لویو درو باندر او پېښې باندې ډله‌ ایز بریدونه وکړل چې پکې یو شمېر پوستې سقوط شوې وې؛ خو اوس پکې پوځي عملیات روان دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبېح الله مجاهد بیا دویچه ويله ته وویل چې په سپین غر کې ولسي خلک له دوی سره دي او د عامو خلکو په نوم پرېکړه کوونکي قومي مشران نه؛ بلکې د محلي پولیسو مشران دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل