1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: په پنجشېر کي د بندیانو وژنه کره ښکاري

۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

«یوناما»: په پنجشېرکي د وروستيو پيښو په اړه څېړونو ته دوام ورکوي. دغه سازمان په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کي لیکلي دي: «د طالبانو له خوا د بندیانو د وژونو په اړه ادعاوي کره ښکاري.»

Afghanistan I Die Provinz Panjshir unter der Taliban
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance


په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ پلاوي «یوناما» ویلي دي چي په پنجشېر ولایت کي د وروستيو پيښو په اړه څېړونو ته دوام ورکوي. دغه سازمان په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کي لیکلي دي: «د طالبانو له خوا د بندیانو د وژونو په اړه ادعاوي کره ښکاري.»
په دې وروستیو کي یوشمیر داسي ویډیوګاني په ټولنیزو رسنیو کي خپرې سوي چي ویل کیږي په پنجشېر ولایت کي طالبان پر ځينو هغو جنګي بندیانو ټکان کوي او وژني يې چي لاسونه يې تر شا تړل سوي دي.
د طالبانو ادارې د دفاع وزارت د یادو ویډیوګانو تر خپرېدو وروسته ویلي دي چي په دې اړه څېړنه کوي، د دغه وزارت په ویبپاڼه کي راغلي دي: «دا چي دغه ویډیوګاني زړې دي که نوي، په پنجشېر ولایت پوري اړه لري که نه، په اړه يې کلکي څېړني رواني دي.» 

اړوند مطالب: یوناما: په پنجشیر کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه اندېښمن یوو
د طالبانو دغه وزارت، په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړې او زیاته کړې يې ده: «که چیري تر څېړنو او پلټنو وروسته دا خبره په ثبوت ورسېده چي یادي ویډیوګاني نوي او په پنجشېر ولایت پوري اړه لري، نو هغه کسان چي پر بندیانو يې ټکان کړي خامخا به يې ونیسي او د قانونو منګولو ته به يې وسپاري.»
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو پلاوي هم پردې ټینګار کړی دی چي: «د طالبانو څېړني باید رڼې وي، ترڅو جدي ونیول سي.»
تر دې وړاندي هم څو واري جنګي بندیان او نور خلک په بېلا بېلا پلمو چي ګواکي له بهرنیانو یا د افغانستان له مخکني حکومت سره يې همکاري درلوده په صحرايي محکمو او خپلسري ډول يې د وژولو خبرونه ورکړل سوي دي، چي د بشري حقونو نړيوال سازمانونه يې په غصه کړي ول. 

اړوند مطلب: په پنجشير او اندراب کې څه تیريږي؟
د بخښني نړيوال سازمان تازه یو راپور خپور کړی چي وايي، په غور ولایت کي طالبانو د شیعه هزاره ګانو د یوې کورنۍ شپږ کسان  چي کوچنیان هم پکښي شامل دي د عملیاتو پرمهال په داسي حال کي وژلي دي چي ژوندي نیول سوي ول. داسي ویل کېږي چي دغه وژل سوي کسان د یوه مخکني محلي پولیس د کورنۍ غړي ول چي د طالبانو پر وړاندي جنګېدی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل