1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو تیره میاشت په پنجشیر کې ۲۷ کسان په ډزو وژلي»

۱۴۰۱ مهر ۲۶, سه‌شنبه

د یوه څېړنیز رپوټ پر بنسټ، طالبانو په پنجشیر کې تیره میاشت د خپلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ کسان وژلي دي. یوې څېړنیزې ډلې د دغه رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې تر نیولو وروسته د دغو کسانو لاسونه تړل شوي او بیا وژل شوي دي.

Afghanistan I Die Provinz Panjshir unter der Taliban
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د (Center for Information Resilience) غیر دولتي انتفاعي سازمان د «افغان ویتنس» په نوم پروژې د څېړونکو ډلې په پنجشیر کې د وژنو په ارتباط د هغو ویډیوګانو تر ارزونې وروسته دغه رپوټ خپور کړی دی.

دغو څېړونکو ویلي دي چې دوی هغه ادعاوې تائیدوي چې طالبان د مخالفو ځواکونو او د هغو پلویانو پر وړاندې له ظالمانه میتودونو څخه استفاده کوي.

له کله راهیسې چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې طالبان واک ته رسیدلي دي، سره له دې چې په نړیواله توګه د په رسمیت پيژندل کیدو هیله لري، شدید مقررات یي عملي کړي دي.

د دغو څیړونکو ډلې مشر دیوید آسبورن ویلي دي چې دغه رپوټ د طالبانو د چلند «یوه تر ټولو مشخصه بیلګه» ده چې ښيې دغه ډله د مقاومت د جنګیالیو «سازمانیافته تصفه» ترسره کوي.

دغې تحقیقاتي ډلې ویلي دي چې له ټولنیزو شبکو څخه یې په لسونو سرچینې چې اکثره یي ویډیوګانې او انځورونه ول ارزولي دي. د دغو څېړنو په پایله کې طالب جنګیالي د پنجشیر ولایت په دره ولسوالۍ کې د ۱۰ کسانو په وژلو کې لاس درلودلی دی چې د هغو له ډلې څخه د پنځو تنو وژنه یې یوه ویډیو کې لیدل کیږي.

اړوند: یوناما: په پنجشېر کي د بندیانو وژنه کره ښکاري

دغه ویډیو چې د څېړونکي ډلې په وسیله تائیده شوې پنځه تنه ښيې چې سترګې یي پټې کړای شوي او لاسونه یي تر شا تړل شوي دي. وروسته بیا طالب جنګیالي ۲۰ ثانیي پر دوی ډزې کوي او د شعارونو په ورکولو سره خپله خوشحالي څرګندوي.

نوموړي سازمان همدارنګه اعلان کړی دی چې د قتل ۱۷ نور موارد (چې انځورونه یي په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي) وژل شوي کسان په داسې حال کې ښکاره کوي چې لاسونه یي شاته تړل شوي دي.

ویل شوي چې له اجسادو سره د طالب جنګیالیو عکسونه، د هغو کسانو د ځای یا مکان او زمان په پیدا کولو کې له دوی سره مرسته کوي چې دغه کسان یي په وسیله وژل شوي دي.

د افغان ویتنس ډلې ویلي دي چې د ۳۰ نورو داسې کسانو د وژل کیدو په اړه داسې موثق شواهد په لاس کې لري چې په پنجشیر کې د احتمالي مقاومت ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د تیرې میاشتې په برید کې یې صورت نیولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د ملي مقاومت عالي شورا د طالبانو پر وړاندې خنډ ګرځیدی شي؟

25:00

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل