1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو څرنګه پر آلمان فشار راوستی؟

۱۴۰۳ شهریور ۱۶, جمعه

په داسې حال کې چې آلمان غواړي لا ډیر افغانان خپل هیواد ته اخراج کړي، طالبان هڅه کوي چې په دې هیواد کې پر خپلو سفارتونو او قنسلګریو باندې کنترول ترلاسه کړي. داسې ښکاري چې برلین دې هم د دې هڅې مخالفت نه وي کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې په اروپا کې د یو شمیر سفارتونو او قونسلګریو له لوري وړاندې کیدونکي خدمات باطل اعلان کړل.
طالبان غواړي په آلمان کې خپل دیپلوماتیک حضور پراخ کړي. ښايي آلمان هم د دې غوښتنې مخالفت و نه کړي.انځور: Stefan Zeitz/IMAGO

طالبانو د جولای میاشتې په وروستیو ورځو کې اعلان وکړ، چې په اروپا کې یوازې پنځه دیپلوماتیکې نماینګۍ په رسمیت پیژني او نور سفارتونه او قنسلګرۍ  ورته د اعتبار وړ نه دي.

د طالبانو له خوا په تائید شویو دیپلوماتیکو دفترونو کې په هالند، هسپانیا، بلغاریا او چک جمهوریت کې د افغانستان سفارتونه او د آلمان په مونشن ښار کې د دې هیواد قنسلګري شامله وه. طالبانو ویلي وو له دغو پنځو ځایونو پرته، په اروپا کې د افغانستان نور ټول سفارتونه او قنسلګري د دې ډلې له پاره اعتبار نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د دویچه ویله په پخلاينه خپرونه کې ویلي ول: «هغوی د افغانستان اطاعت کوی او هغوی د افغانستان په استازیتوب هلته کار کوي. موږ یې له کارونو ډاډه یو ځکه شفافیت او حساب ورکونه شته.»

مجاهد زیاته کړه: «له همدې کبله موږ لازمه وګڼله چې دغه پنځه هیوادونه چې د بهرنیو چارو وزارت په اسنادو کې استثنأ ګڼل شوي دی، هغوی ته اجازه ورکړل شي چې خپل فعالیتونه پر مخ یوسي.»

په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره په اروپا کې د افغانستان دیپلوماتیکو دفترونو له دغې ډلې سره خپلې اړیکې وشلولې. له دې سره نو کابل د دغو سفارتونو او قنسلګریو مالي ملاتړ نه کاوه، او سفارتونو هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته خپل رپوټونه او معلومات نه ورکول. طالبانو درې کاله د دغه وضعیت پر ضد اقدام و نه کړ او د قنسلي خدماتو د وړاندې کیدو مخه یې ونه نیوله.

په دغو خدماتو کې د بیلګې په توګه د پاسپورتونو تمدید، د ویزو صدور او د نورو اسنادو وړاندې کول شامل ول. دغو خدماتو له یوې خوا د بیلګې په توګه په آلمان کې د شاوخوا ۴۲۰ زره میشتو افغانانو ستونزې حلولې او له بلې خوا یې بیا د افغانستان د سفارتونو او قنسلګریو لګښتونه تأمینول.

طالبانو ویلي چې په ټوله اروپا کې یوازې د پنځو سیاسي نمایندګیو له لوري اجرا شوي خدمات او اسناد د منلو وړ دي. انځور: Taliban Foreign Ministry

خو اوس طالبانو په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن ښار کې د دې هیواد قنسلګري بې اعتباره اعلان کړي دي او ویلي یې دي چې د دغو دوو دیپلوماتیکو دفترونو له خوا صادر شوي اسناد نور په افغانستان کې اعتبار نه لري. له دې سره نو که دغه دوه ځایونه نور اسناد خپاره نه کړي، نو د عوایدو سرچینه به یې هم له منځه ولاړه شي او په دې ترتیب به یې دیپلوماتیکه راتلونکې لا پسې نامعلومه شي.

له بلې خوا بیا داسې ښکاري چې په مونشن کې د افغانستان قنسلګري چې له طالبانو سره په اړیکه کې ده او د مجاهد په خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت «اطاعت» کوي، د کارونو کچه لوړه شوې وي. په آلمان کې د افغانستان د سفارت او قنسلګریو چارواکي له دویچه ویله سره په دې اړه خبرو ته چمتو نه شول.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت بیا د طالبانو پریکړې ته د یوه «رسمي یاداشت» په استولو غبرګون ښولی دی. دغه یاداشت په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په آدرس استول شوی دی. برلین ویلي دي چې له طالبانو سره «پر تخنیکي کچه بحثونه» لري. دویچه ویله هغه سند ته چې آلمان د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته استولی دی، لاسرسی موندلی دی. د دغه سند له مخې، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت منلې ده چې په مونشن کې د افغانستان قنسلګري اوس په دې هیواد کې ټولو افغانانو ته قنسلي چارې په لاس کې نیولې دي.

د آلمان په «هال ویتنبورګ پوهنتون» کې د حقوقو پروفیسور وینفرید کلوت، وایي چې د نړیوال بشري قانون له مخې برلین په دې برخه کې ډیر څه نه شي کولی. د هغه په خبره دا چې برلین د دغې پریکړې مخالفت نه دی کړی د «سیاسي پراګماتیزم یا واقعیت پالنې بیان» دی. هغه زیاته کړه: «د آلمان په ګټه ده چې ځان ډاډه کړي چې داسې یوه قنسلګري پکې وي چې ځینې چارې پکې ترسره شي. د بیلګې په توګه د ویزو ورکړه، د پاسپوتونو ویش او د اخراجونو ترسره کیدل.»

د طالبانو له پریکړې سره د برلین یوازینی مخالفت دا دی چې مونشن نه شي کولی په ټولې اروپا کې افغانانو ته قنسلي خدمات وړاندې کړي، بلکې باید دغه کار یوازې آلمان ته محدود وي. برلین ویلي دي چې دغه څه به د ویانا د ۱۹۶۱م کال د کانوینسیون پر خلاف وي چې د دیپلوماتیکو اړیکو په اړه دی. خو د برلین دغه مخالفت هم سمبولیک دی، ځکه هیڅوک نه شي کولی معلومه کړي چې په مونشن کې د افغانستان قنسلګري ته مراجعین په آلمان کې اوسیږي او که له یوه بل اروپايي هیواده راغلي دي.

د طالبانو درې کلنه واکمني؛ افغانستان کې وضعیت څه ډول دی؟

09:04

This browser does not support the video element.

آلمان میشته افغانان د طالبانو د فشارونو په اړه اندېښمن دي

په هغه سند کې چې دویچه ویله لیدلی دی، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته دا زیګنال رسولی دی چې په دې برخه کې «پر ممکنو حل لارو بحث ته» چمتو دی. په سند کې راغلي دي: «د آلمان فدرال جمهوریت چمتو دی چې هغه لارې چارې په پام کې ونیسي چې په آلمان کې میشتو افغانانو ته د قناعت بخښوونکو قنسلي خدماتو وړاندې کولو امکان برابر کړي.»

دې موضوع په آلمان کې د میشتو افغانانو تر منځ اندېښنې راپارولې دي. آلمان میشته افغان فعالې پتونې تایشمن، دویچه ویله ته وویل: «ټوله دایسپورا په افغانستان کې خپل خپلوان لري.»

هغې زیاته کړه: «که طالبان د سفارتونو له لارې د هغوی شخصي معلوماتو ته لاسرسي وموندي نو هغوی ته به پر خلکو فشار راوړل آسانه شي.»

په آلمان کې میشته فعاله ډاکټر عالمې، دویچه ویله ته وویل چې ښايي طالبان د دې په بدل کې چې له آلمان څخه اخراج شوي افغانان مني،  په دې هیواد کې د سفارت غوښتنه وکړي. هغې زیاته کړه: «موږ باید په راتلونکو ورځو کې متوجه ووسو او باید غافلګیره نه شو او دیپلوماتیک نهادونه هم په دې برخه کې فعاله شي.»

طالبان آن کولی شي د دې هڅه وکړي چې په داسې حال کې چې آلمان غواړي لا ډیر افغانان اخراج ګړي، دې هیواد ته خپل دیپلوماتان واستوي. که دا کار وشي نو پر برلین به فشار لا ډیر شي. برلین وایي چې طالبان په رسمیت نه پیژني.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت، دویچه ویله ته په دې اړه ووی: «د اړیکو د نورمالولو له پاره مخکینی شرط دا دی چې افغانستان باید خپل نړیوال مسوولیتونه ترسره کړي، په ځانګړې توګه د بشري حقونو نړیوال مسوولیتونه. تر اوسه پورې دغه شرطونه نه دي پوره شوي.»

خو هغه خبره چې د ډیرو پام یې ځان اړولی دی دا دی، چې په لیږل شوي «رسمي یاداشت» کې «په کابل کې د آلمان فدرال جمهوریت سفارت» عبارت لیکل شوی دی. انځور: Josie Funk/DW

تخنیکي بحثونه او که د اړیکو د نورمالولو پر لور قدم؟

آلماني چارواکي په خپلو خبرو کې دا په ډاګه کوي چې د افغانستان له واکمنو سره «تخنیکي بحثونه» لري. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په یوه وروستي کنفرانس کې په ډاګه کړه چې په کابل کې د آلمان سفارت د تړل کیدو له کبله، برلین په افغانستان کې دیپلوماتیک استازیتوب نه لري. د دغه ویاند په خبره د طالبانو له حکومت سره «تخنیکي بحثونه» تر سیاسي کچې ټیټ او «په ځانګړې توګه د هغه ارتباطي دفتر له لارې چې په دوحه کې مو جوړ کړی ترڅو له بالاقوه حکومت سره اړیکه وساتي چې هلته حضور لري».

برلین وایي کله چې خبره د بیلګې په توګه د وروستیو اخراجونو په اړه وي،  نو بیا تخنیکي بحثونه له پامه غورځول کیږي او پر منځګړو هیوادونو لکه قطر باندې اتکا کیږي.

خو هغه خبره چې د ډیرو پام یې ځان اړولی دی دا دی، چې د دویچه ویله له خوا لیدل شوی «رسمي یاداشت» چې طالبانو ته استول شوی دی، په داسې یوه کاغذ کې لیکل شوی چې پر سر یې «په کابل کې د آلمان فدرال جمهوریت سفارت» عبارت لیکل شوی دی. دغه یاداشت همدا راز لاندې یوه رسمي ټاپه هم لري چې پرې په آلماني ژبه همدا عبارت لیکل شوی دی.

حقوقي کارپوه کلات دا یو «مبهمه ساحه یا ګرې زون» بولي چې په خبره یې ښايي آن د «ابهام رامنځ ته کولو» یوه هڅه هم وي. هغه وایي: «دا د حقوقي واقعیت پر خلاف ده او سخته ده چې سړی پوه شي چې لیکوال څه فکر کاوه.» د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.

د افغانستان د چارو کارپوه توماس روتیک، بیا وایي چې طالبان دغه موضوع په خپله ګټه استفاده کوي او تخنیکي بحثونه د «دیپلوماتیک په رسمیت پیژندلو پر لور یو مهم ګام ګڼي». هغه زیاته کړه چې آلمان به د دغه ډول ادعاو اهمیت کم وښيي، خو په خبره یې «البته چې د اخراجونو په تړاو د وروستیو خبرو په رڼا کې هغوی له طالبانو سره علاقه لري».

له همدې کبله په آلمان کې میشتو افغانانو په برلین کې د مظاهرو غوښتنه کړې ده. پولیسو د سپتمبر په لومړۍ نېټه له یوې مظاهرې سره موافقه و نه کړه، خو اوس د همدې میاشتې د یوولسمې نیټې له پاره مظاهره پلان شوې ده.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

32:06

This browser does not support the video element.

م.س. / ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب