1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیتي کامرې، طالبانو د بخښنې نړېوال سازمان رپوټ رد کړ

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ شهریور ۱۱, شنبه

طالبانو د بخښنې نړېوال سازمان رپوټ ته په خپل غبرګون کې ویلي چې د امنیتي کامرو د کنترول خونې خوندې دي او هیڅوک ورته لاسرسی نه لري. د بخښنې نړېوال سازمان نېوکه څه ده؟

طالبانو په کابل او یوشمېر ځانګړو سیمو کې تر ۶۲ زرو ډېرې امنیتي کامرې لګولي دي
طالبانو په کابل او یوشمېر ځانګړو سیمو کې تر ۶۲ زرو ډېرې امنیتي کامرې لګولي ديانځور: Evgeniy Porokhin/ Zoonar/picture alliance

د طالبانو ادارې د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه وزارت امنیتي کامرې د خلکو په وړاندیز په هغو ځایونو کې نصب کړي چې په خپله د ولس لخوا ټاکل شوي.

دغه وزارت ویلي، د خلکو د رواني او فزیکي خوندېتوب په موخه یې پلازمینه کابل کې تر ۶۲ زرو ډېرې پټې او ښکاره امنیتي کامرې نصب کړي دي.

طالبانو د امنیتي کامرو د نصب بهیر د دوام خبره کړې، خو د بخښنې نړېوال سازمان بیا د کورنیو چارو وزارت پر دغه ګام سخته نېوکه کړې. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د امنیتي کامرو په نصب سره د خلکو شخصي حریم نقض کیږي او ترڅنګ به یې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو بنسټيز حقونه تر پښو لاندې شي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر ټویټرپاڼه دغه رپوټ ته په غبرګون کې ویل شوي: «مونږ یې دا ډول بې اساسه ادعاوې په ټوله معنا سره ردوو، ځکه کله چې امريکا او ناټو د خپلو موخو او استخباراتي معلوماتو لپاره د کابل په شمول د هيواد ټولو زونونو کې د بالونونو په لګولو سره د څار کړنې ترسره کولې، نو هلته د بشري حقونو نقض او د شخصي حریم مدافعانو ولې غږ نه پورته کاوه؟»

طالبانو زیاته کړې د امنیتي کامرو لګول یوه اړتیا ده چې دا نه یواځې په افغانستان بلکې د نړۍ د هېوادونو په هر ښار او پلازمینه کې معمول دي.

اړوند مطالب:ايا د طالبانو لخوا د امنيتي کمرو نصبول به د امنيت پر ټينګولو اغېز وکړي؟

خو د بخښنې نړېوال سازمان وايي چې که دا څارګرې کمرې نصب شي، د خلکو  اساسي حقونه، محرمیت او دې ته ورته د بیان ازادي چې په دغه هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په بې ساري ډول تر پښو لاندې شوي، په بشپړه توګه به له منځه ولاړ شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل