1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

طالبانو په غزني کې یوه ښځه او یو سړی په دُرو وهلي دي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ فروردین ۳, یکشنبه

د طالبانو سترې محکمې ویلي دي چې په غزني ولایت کې دوه تنه چې یو یې سړی او بله یې ښځه ده د «اخلاقي فساد» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دغه کسان همدارنګه هر یو یې په پنځه کاله تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.

طالبان بدني مجازات په پرله پسې ډول د خلکو په عام محضر کې تطبیقوي.
طالبان بدني مجازات په پرله پسې ډول د خلکو په عام محضر کې تطبیقوي. انځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو عالي محکمې د یکشنبې (د مارچ میاشتې ۲۳ نیټه) په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د غزني د ده یک ولسوالۍ د ابتدایي محکمې د پریکړې په اساس، د خلکو په عام محضر کې پر یوې ښځې او یوه سړي تعزیري جزایي حکم تطبیق شوی دی.

د دغې محکمې په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه دوه کسان [چې یوه ښځه او یو سړی دی] د «اخلاقي فساد» په تور هر یو په پنځه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دُرو وهل کیدومحکوم شوي دي.

د طالبانو عالي محکمې زیاته کړې ده چې دغه احکام د عالي محکمې له تاییدۍ وروسته د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو او خلکو په موجودیت کې په غزني ولایت کې عملي شوي دي.

طالبان په افغانستان کې یو وار بیا واک ته له رسیدو وروسته راهیسي د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د نیوکو سربیره، بدني مجازات په پرله پسې ډول د خلکو په عام محضر کې تطبیقوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب