ملا حسن اخوند: ملت بايد د طالبانو د واک له کبله منندوی اوسي
۱۴۰۰ آذر ۷, یکشنبهپه دغه وينا کې ملا محمد حسن اخوند پر ملت غږ وکړ چې د طالبانو د رژيم له کبله دې منندوی واوسي. د دې تر مخه پر هغه باندې انتقاد شوی وو چې په رسمي ليدنو کتنو کې يې وينا نه کوله او په پیغام سره یې خپله اوږده چوپتیا ماته کړه.
د اګست په نيمايي کې وسله والو اسلام پالو طالبانو د افغانستان پلامېنه کابل ونيوله او د نړيوالو ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته يې واک هم خپل کړی وو. هغوی داسې يو انتقالي حکومت جوړ کړ چې ملا محمد حسن اخوند پکې چارسنبالی رئيس الوزرا مقرر شو، خو په نړيواله کچه په رسميت ونه پېژندل شو. په ميليونو افغانانو په دې وخت کې خپلې د عايد منبعې هم له لاسه ورکړې. د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې اوس په هېواد کې له بشري ناورين څخه خبرداری ورکوي.
محمد حسن اخوند په خپله وينا کې وويل چې طالبانو خپلې ژمنې پوره کړې دي ځکه چې د هغه په خبره يې د بهرنيو ځواکونو په وړاندې خپل جنګ ته د يوه اسلامي دولت تر راوستلو او هېواد ته د ثبات تر بخښلو پورې دوام ورکړی دی. د هغه ادعا دا ده چې لوږه، بې کاري او د بيو لوړېدل د طالبانو له خوا قدرت ته تر رسېدو دمخه هم موجود وو. په قول يې که د افغانستان د مرکزي بانکونو نهه مليارډه ډالره پانګه چې لويه برخه يې په متحده آيالاتو کې ده، آزاده نه شي په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ هم نه شي حل کېدای.
نړيوالې ټولنې د طالبانو له رژيم څخه غوښتي وو چې يو تر ډېره پورې ټول شموله حکومت جوړ کړي او د بشر او ښځو حقونو ته درناوی وکړي. د ملا حسن اخوند په خبره د هغوی حکومت ته هر څوک لاسرسی لري او د ښځو حقونو ته هم پکې درناوی کيږي. دا په داسې حال کې چې په اوسني حکومت کې البته تر ۹۰ سلنه ډېر حکومتي استازي په يوه قوم پورې اړه لري چې ورسره هيڅ يوې ښځې ته پکې د ګډون حق هم نه دی ورکړل شوی.