1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امر بالمعروف پر قانون نيوکو ته د طالبانو تند غبرګون

حسین سیرت
۱۴۰۳ شهریور ۶, سه‌شنبه

طالبانو د امر بالمعروف پر نوي قانون نیوکو ته تند غبرګون ښوولی دی او دا انتقادونه یې «ګستاخانه» بللي دي. شنونکي وايي چې د دوی دغه غبرګون ښيي چې هغوی د خپلي لومړۍ دورې په نسبت هیڅ تغير نه دی کړی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد
طالبانو هغه اندېښنې او نيوکې رد کړي دي چې ملګرو ملتونو د «امر بالمعروف د نوي قانون» په اړه راپورته کړې وې.انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

طالبانو پرون، د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اګست ۲۶) تر هغه وروسته غبرګون ښوولی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر يا يوناما مشرې روزا اوتنبايوا، د امر بالمعروف پر نوي قانون نيوکې کړې وې.

نوموړې د شنبې په ورځ ويلي ول چې دا قوانين د افغانستان د راتلونکي له پاره «ناراحته کوونکي» دي. هغې زياته کړې وه چې دا به پر ښځو او نجونو «لا د مخه لګيدلي د نه زغم وړ محدوديتونه» لا پسې پراخ کړي چې له کوره دباندې «حتی د ښځې غږ» اوريدو ته ظاهراً د يوې اخلاقي سرغړونې په توګه ګوري.

ذبيح الله مجاهد څه ويلي؟

په کابل کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، د يوې اعلامیې په جاري کولو سره د هغو خلکو له خوا د «ګستاخۍ» په اړه خبرداری ورکړی دی چې د نوموړي په وينا ښايي د اسلام له قوانينو سره آشنا نه وي، په ځانګړي توګه غير مسلمان چې ښايي ملاحظات او اعتراضات څرګندوي.

نوموړي زياته کړې: «موږ د دې قوانينو د بشپړ درک او د اسلامي ارزښتونو د درناوي غوښتنه کوو. موږ پر اسلامي شريعت باندې داسې اعتراض د دوی ګستاخي بولو.»

د طالبانو يوه وياند حمدالله فطرت، هم دغه اعلاميه د ايکس پر خپله پاڼه نشر کړې ده او ویلي یې دي چې د امر بالمعروف د قانون په اړه د ملګرو ملتونو او نور اړخونو اندیښنې «بې بنسټه دي.»

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د چهار شنبې په ورځ د «امر بالمعروف نوی» قانون جاري کړ.

دا قانون چې ډېر غبرګونونه یې پارولي دي، ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري او د ټولنیز ژوند ډیرو برخو ترڅنګ پکې د ښځو د حجاب او له کوره بهر وتلو په تړاو هم څرګندونې شوي.

هرات: د امر بالمعروف ډله کې لومړنۍ ښځینه غړې

03:36

This browser does not support the video element.

د ياد قانون په ۱۳ ماده کې لیکل شوي :«د ښځې د ټول بدن ستر لازمي دی. د فتنې له وېرې د ښځې مخ پټول ضروري دي.»

همدا راز د ژونديو مخلوقاتو د عکسونو په اخيستلو هم بندیز لګول شوی دی.

منقدينو څه ويلي؟ 

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر نوی قانون پر ښځو محدوديتونه لا پسې شدت کړي دي حتی د ښځو غږ یې هم «عورت» بللی دی چې له کوره دباندې بايد وانه ورېدل شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې روزماري دیکارلو، دا قانون د «بشري وجدان» خلاف بللی دی. نوموړې ویلي دي چې دا قانون د افغانستان د خلکو په ځانګړي توګه د ښځو حقونه او آزادي لا پسې محدودوي او په نړيواله کچه د طالبانو د لا ډېرې انزوا باعث ګرځي.  
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل، ويلي دي چې د دې اتحادیې غړي د طالبانو د امر بالمعروف دې قانون ویرولي دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزېرې انالېنا بېربوک، د طالبانو دا قانون «له ښځو څخه د طالبانو تقریباً ۱۰۰ پاڼې کرکه» بللی دی. 

شنونکي وايي طالبانو له دې نوي قانون سره وښووله چې هيڅ تغير نه دی کړیانځور: Javed Tanveer/AFP

 

د يوناما مشرې روزا اوتنبايوا، ويلي ول: «د لسیزو له جګړې وروسته او د يوه ډېر ناوړه بشري بحران په منځ کې افغانان له دې د ډېر څه مستحق دي چې په هغه صورت کې وګواښل شي او يا زنداني شي چې لمانځه ته ناوخته ورشي، پر مخالف جنس [ښځه] يو نظر واچوي او يا د يوه زړه ته نږدې کس انځور له ځانه سره ولري.»

مجاهد، د يوناما د اعلاميې په غبرګون کې زياته کړې: «موږ باید ټينګار وکړو چې د بېلا بېلو جهتونو دغه ډول اندېښنې به اسلامي امارت د دغه اسلامي قوانينو د عملي کولو له خپلې ژمنتيا پر شا نه کړي.»

 شنونکي: طالبان د خپلې واکمنۍ لومړي دورې ته د ستنېدو په حال کې دي

شنونکي په دې ترڅ کې وايي چې په دې وروستيو کې به ويل کیدل چې طالبان بدل شوي دي او د افغانستان د خلکو بشري حقونو او د ښځو حقونو ته به درناوی ولري، خو دې قانون وښووله چې دا ډله د خپلې لومړۍ واکمنۍ د دورې کلکو قوانينو ته د ورګرځېدو په حال کې ده. 
عبدالمومن ضيا بدخش، چې په پخواني حکومت کې یې د قاضي په توګه کار کړی، دويچه ویله ته وويل چې دې قانون ثابته کړه چې «طالبانو تغير نه دی کړی او که چېرې د طالبانو چارواکي له خپل اعتقاد او باور څخه تېر شي نو دوی بې نظمه کيږي او پاشل کيږي.»
نوموړی وايي چې د امربالمعروف پر نوي قانون د نیوکو په مقابل کې د طالبانو جدي غبرګون د دې ښکاروندوی ده چې دا ډله له خپلې ايديالوژۍ نه تيريږي او هماغه پخواني طالبان دي.  
د سياسي چارو شنونکی هاشم دانش، هم وايي چې دا قانون به د طالبانو حکومت په افغانستان کې دننه او هم دباندې له سترې ننګونې سره مخامخ کړي: «د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تلاښ کوي چې له نړۍ سره د اړيکو او تعامل له پاره لار پرانيزي، خو د ملا هيبت الله فرمانونه د طالبانو له ادارې سره د نړۍ د تعامل خڼد شوي دي.« 

د جاپان د سفارت غبرګون

په کابل کې د جاپان سفارت د افغانستان پر اوسنيو واکمنو د نادر انتقاد په ترڅ کې پر ښځو او نجونو د هغو محدوديتونو پر دوام چې په دې قوانينو کې اعلان شوي دي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سفارت له خوا د دوشنبې په ورځ د ايکس پر پاڼه ويل شوي دي د هېواد د راتلونکي له پاره به له چارواکو سره په دې اړه خبرو اترو ته دوام ورکړي چې «د افغان ښځو او نجونو د زده کړو، کار او حرکت کولو د آزادۍ غوښتنو ته دې غوږ کيږدي.»

ب. ص/ ن. ز (حسين سيرت/ آژانسونه)

زموږ له آرشيف څخه:

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او د هغوی د کار او ژوند مبارزه

03:23

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب