طالبانو د عبدالعلي مزاري د مجسمې پر ځای قرآن شريف ايښی
۱۴۰۰ آبان ۲۰, پنجشنبهد عبدالعلي مزاري د مجسمې د ایسته کولو خبر د پنجشنبې په ورځ (د نوامبر ۱۱مه نيټه) د بامیانو اوسيدونکي ورکړی دی. دا مجسمه عبدالعلي مرازي انځوروي چې د شعيه لږکۍ اکثريت غړي یې د خپل مشر په توګه پيژني. نوموړی د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د دې ډلې له خوا تر زنداني کيدو وروسته وژل شوی وو.
واک ته د طالبانو تر رسيدو لږ وروسته دا مجسمه په چاوديدونکو موادو تخريب شوې وه. د باميانو اوسيدونکو هغه وخت د دې پېښې پړه پر طالبانو اچولې وه خو په دغه ولايت کې د طالبانو والي تر پېښې سملاسي وروسته ويلي ول چې د مجسمې تخريب د دوی کار نه دی.
طالبان مجسمې او په نقاشۍ کې د انسانانو انځورول منع کوي او واک ته د دې ډلې تر رسيدو وروسته د يو شمير مغازو او آرايش ځايونو مخې ته لګېدلې لوحې او پوسترونه ايسته کړل شوي دي.
د باميان يوه مدني فعال عبدل دانشيار وويل: «پرون هغوی [طالبانو] مجسمه په بشپړه توګه ايسته کړه او د قرآن پاک يوه نقاشي هلته ځای پر ځای شوه.» نوموړي د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «دوی هڅه کوي د باميان تاريخ له منځه يوسي خو خلک به یې پر ضد د تاوتريخوالي ډک غبرګون وښيي.»
د عبدالعلي مزازي مجسمه د باميان ولايت په يوه مرکزي چوک ولاړه وه. طالبانو په ۲۰۰۱م کال کې په همدې ځای کې د بودا دوې سترې مجسمې هم الوزولې وې.
دانشيار وويل: «دا چوک هم د مرازي په نوم ونومول شوی وو.» د باميان د ولايتي شورا يوه غړي عبدالعلي شفق د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې هغه به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي او د مجسمې بيرته ځای پر ځای کولو غوښتنه به وکړي.
د بودا تخریب شوې مجسمه په خپل ځای کې راڅرګنده شوه، خو په مجازي ډول
هغه زياته کړه: «دا ډېره حساسه موضوع ده او ښايي غبرګونونه را وپاروي. د باميان خلک له مرازي سره مينه لري. هغوی د نوې مجسمې په جوړولو بوخت ول څو یې د قسمي تخريب شوې پر ځای نصب کړي.»
مرازي چې د طالبانو ضد يوې مليشې مشري یې کوله په ۱۹۹۵م کال کې د طالبانو له خوا تر بندي کيدو وروسته ووژل شو. د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني بیا په ۲۰۱۶م کال کې نوموړي ته د «ملي وحدت د شهيد» لقب ورکړ.
ب. ص/ ن. ز (AFP)