«طالبانو په غزني ولایت کې سونه متره پوخ سړک ويجاړ کړی دی»
۱۳۹۹ آبان ۲۰, سهشنبه![Afghanistan Zerstörte Straße zwischen Ghazni und Paktika](https://static.dw.com/image/55551142_800.webp)
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده دویچه وله سره په خبرو کې تایید کړه چې په دې ولایت کې طالبانو په بیلابیلو سېمو کې د ماینونو او تراکتورونو په وسیله سړکونه ویجاړ کړي دي.
نوموړي وويل: «شا او خوا دری ورځې وړاندې د دولت وسلوالو مخالفینو د غزني ولایت او پکتیکا لویه لاره د اندړو ولسوالۍ مربوطاتو په خانې بابا سېمه کې چې د همدغو ولایتونو عمومي لاره ده، د ۶۰۰ بیا تر ۷۰۰ مترو پورې د تراکتورونو په وسیله ويجاړه کړې ده.»
جمعه زاده زیاتوي، دا لومړی ځل نه دی چې وسلوالو طالبانو عمومي ځایونه او سړکونه ورانوي تر دې مخکې د غزني ولایت په همدې ولسوالۍ کې سلګونه مټره پوخ سړکونه د ماشینرۍ په کارولو سره اړولي وو.
هغه زياته کړه: «دوه کاله مخکې هم وسلوالو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په اړوندو سېمو کې سلګونه متره سړکونه اړولي وو چې افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دغه سېمي د طالبانو له شتون څخه پاکي او ګڼ شمېرطالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.»
د غزني ولایت د ولایتي شورا د وسله والو مخالفینو ورته کړنې د عامو خلکو لپاره ګواښوونکی بولي او په لارو کې عامو خلکو ته ستونزي جوړول د وسلوالو له خوا، د دوی بشري حقونه تر پښو کول بولي.
د غزني د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وایي چې د طالبانو له خوا ددغه سړک ورانول د خلکو په ژوند کې ویر او ډار اچول دي او دوی د سولې پروسې ته د مخالفت ښودلو په پار خپلو وران کاریو ته زور ورکوي.
نوموړي زياته کړه: «په دغه سړک باندې حکومت په میلیونو افغانیو لګولي دي متاسافانه طالبانو د تراکتورونو په وسیله اړولی دی او موخه یي د خلکو په زړونو کې ویره اچول دي. طالبان غواړي په همدې خرابکاریو سره د سولي پروسه چې د افغانستان ولس یې د مثبتو پایلو غوښتونکي دي خو په سړکونو کې خلک تروروي او عامه ځایونه د خپلو شومو موخو لپاره له منځه وړي »
د غزني ولایت اوسېدونکي بیا وایي دغه ویجاړ شوي سړکونه د خلکو تګ او را تګ له ستونزو سره مخ کوي او د وسلوالو طالبانو له خوا د دې ولایت د ولسوالیو په لارو کې خلکو ته ډیرې ستونزي جوړې کړي.
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی محد ظریف وایي: «په اونۍ کې یو وار او ځیني وختونه دوه ځلي خپل کور ته ځم خو په لارو کې د ماینونو د چاودنې له ډار او وران شویو سړکونو له خاطره ډیر په سخته تګ او راتګ کوو. ځیني وختونو طالبان زموږ موبایلونه ګوري او موږ تلاشي کوي.»
په ورته وخت کې د طالبانو یو تن ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د غزني ولایت د چارواکو ادعا ردوي او زیاتوي چې حکومتي ځواکونو سره په جګړو کې دغه سړک د دوی له خوا وران شوی او په دغو وروستیو ورځو کې دوی دغه کار نه دی کړی.
دا په داسې مهال دی چې د غزني ولایت په ډیرو ناامنو ولسوالیو کې په لارو کې د طالبانو له خوا ماینونه ښخ شوي او خلک ښار ته د راتګ لپاره په سلګونه متره لاره په غیر مستقیم ډول وهي تر څو د غزني ښار ته ځانونه ورسوي.
محمد میرویس اسلمي ـ غزني