۱۴۰۰ آذر ۱۳, شنبهد افغانستان تیرې درې میاشتې له هسکو او ژورو سره مخامخ وې، مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت، بې کاري او د حکومت د مشروعیت نا معلوم برخلیک هغه موضوعات دي چې د افغانانو ستونزې یې لا پسې ډیرې کړي دي. خو پوښتنه دا ده چې آیا طالبان به وکولی شي په نیږدې راتلونکي کې د خپل حکومت ستونزې حل کړي او د مشروعیت په بدل کې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي؟