په کندوز او غزني کې بريدونو ډېره مرګ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعهد کندوز د ولايتي شورا درو تنو غړو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې په دغو تازه بريدونو کې سربېره پر وژل شوو کسانو ۱۱ نور امنيتي کسان ژوبل شوي هم دي.
دغه بريدونه د شپې له خوا د امام صاحب په ولسوالۍ کې شوې دي.
په دې ترڅ کې په غزني کې اووه عسکر ټپيان شوي دي. د چارواکو په حواله دغه امنيتي ځواکونه د طالبانو له خوا په چاودېدونکو موادو پر يوه ډک شوي موټر باندې تر ډزو وروسته ژوبل شول.
د دغه ولايت وياند، وحيد الله جمعه زاده وويل چې وسله والو له بېلابيلو لورو څخه پر امنيتي اډو بريدونه وکړل، خو دغه بريدونه د هوايي ملاتړ په مرسته پر شا وتمبول شول.
د جمعه زاده په خبره يو ملکي کس په دغه بمي بريد کې وژل شوی هم دی. سره له دې چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په هکله خبرې دوام لري، خو په افغانستان کې شخړه لا جاري ده. طالبانو تر دې دمه د اوربند له منلو څخه انکار کړی دی.
dpa/ن ص/ن ز