1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجيکستان: د شېرخان بندر ځيني افغان ځواکونه موږ ته راغلي

۱۴۰۰ تیر ۲, چهارشنبه

سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې له تاجيکستان سره د افغانستان تر ټولو مهم سرحدي بندر اوس هم د طالبانو په لاس کې دی. د شیر خان بندر ځينو امنيتي ځواکونو ګاونډي هيواد ته پناه وړې ده.

Symbolbild Russland Militär Armee Soldaten
انځور: picture-alliance/dpa/Z. Kurtsikidze

افغان چارواکو پرون سې شنبه (د جون ۲۲مه نېټه) د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چې طالبانو د افغانستان او تاجيکستان ترمنځ دا مهم بندر نيولی دی.

وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې د افغانستان په شمال کې پراخ بريدونه پيل کړي دي او د يو شمیر ولسواليو د نیولو ادعا يې هم کړې ده.

د کندز د ولایتي شورا غړي خالد الدين حکيمي ويلي ول چې طالبانو د «شير خان بندر او ټولې سرحدي پوستې نيولي دي.»

شير خان بندر تر هغه وروسته ونيول شو چې طالبانو نزدې پروت ښار کندز هم محاصره کړې وو او د دغه ښار د سقوط کيدو اندیښنې ډېرې شوې وې.

د کندز د صنايعو او سوداګرۍ خونې ویاند مسعود وحدت په دې اړه وويل: «موږ له خپلو کارکوونکو څخه معلومات ترلاسه کړي چې طالبانو په بندر کې ټول توکي ضبط کړي دي او د ګمرک ودانۍ یې ويجاړه کړې ده.»

د جګړو شدت؛ د ولسواليو د لاس په لاس کيدو علت په څه کې دی؟

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دا خبره رد کړې ده چې ګڼي وسله والو یې هلته ګډوډي او ویجاړي کړې ده. نوموړي زياته کړې: «موږ هڅه کوو چې بندر بيرته فعال کړو.»

د تاجيکستان د ملي امنيت کميټې د دوشنبې په ورځ تائيد کړې وه چې د افغان امنيتي ځواک تر ۱۰۰ ډېر غړي د تېښتې پر مهال له سرحده ور اوښتي دي.

د کميټې له خوا ويل شوي چې د طالبانو سره د نښتو په ترڅ کې څلور افغان سرتيري ټپي شوي او يو تن وژل شوی دی. همدا راز زياته شوې: «د تاجیکستان سرحدي ساتونکو د بشريت او ښه ګاونډيتوب د اساساتو له مخې افغان ځواکونو ته چې له سرحده ور اوښتي ول، په آزاده توګه د تاجيکستان خاورې ته د داخليدو اجازه ورکړې ده.»

روسي او تاجیک ځواکونه د افغانستان پولې ته نزدي پوځي تمرینات کوي

په دې منځ کې افغان چارواکو د شیر خان بندر د نیولو له پاره د پراخو عمليات هوډ څرګند کړی دی.

خو د کندز د ولایتي شورا غړي امرالدين ولي ويلي چې دمګړۍ د دولت له خوا د ځواب هیڅ نخښې يا پلان نه ترسترګو کیږی.

د مي مياشتې له پېل راهیسې طالبانو د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې درانه تهاجمي بريدونه کړي دي او تر ۸۰ زیاتو ولسواليو د نیولو ادعا یې کړې ده خو حکومت دغه ادعاوې ناسمې بولي.

د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې د سپتمبر تر ۱۱ نیټې پورې به د ځواکونو وتلو پروسه بشپړه شي خو د طالبانو له خوا د سيمو نیولو ته په کتو سره به امکان ولري چې دغه پروسه يو څه ورو پر مخ ولاړه شي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

   

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل