1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د څو نورو ولایتونو د مرکزونو نیولو ادعا کړې

۱۴۰۰ مرداد ۲۲, جمعه

د رسنيو د رپوټونو په حواله وسله والو طالبانو د کندهار او هرات تر نيولو وروسته نن پنجشنبه سهار د هلمند او غور ولايت مرکزونه هم نيولي دي. همدا پرون د دغه ډلې په لاس د غزني ولايت د سقوط خبرونه هم ورکړل شوي ول.

Afghanistan Taliban-Kämpfer posiert mit seinem Motorrad
انځور: Gulabuddin Amiri/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله وسله وال طالبان په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې دي او پنجشنبه د شپې یې د څو ساعتونو په تفاوت سره دوه ستر ښارونه هرات او کندهار هم تر خپل کنترول لاندې راوستي دي.

د رويترز خبري آژانس په حواله د هرات ښار ډېره برخه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

د ولايتي شورا يوه غړي غلام حبيب هاشمي وويل چې حکومتي ځواکونه يوازې د هوايي ډګر او د هرات قول اردو په لاس کې لري.

نوموړي زیاته کړه: «ملکي خلک يا خو تېښتې ته اړ شوي او يا هم په خپلو کورونو کې پټ دي.»

همدا راز وسله والو طالبانو د کندهار ښار د نيولو ادعا هم کړې ده خو د رويترز خبري آژانس ليکي چې تر اوسه دغه خبر تائيدولی نه شي.

د کندهار يوه حکومتي چارواکي ويلي: «تېره شپه تر سختو نښتو وروسته وسله والو طالبانو د کندهار ښار کنترول په خپل لاس کې واخيست.»

تر دوه اونيو جګړو وروسته د لښکرګاه سقوط

رويترز خبري آژانس همدا راز د طالبانو له خوا د سويلي ولايت هلمند مرکز لښکرګاه د نيول کيدو خبرونه هم ورکړي دي. دغه ښار له تیرو دوو اوونيو راهيسې تر تهاجمي بريدونو لاندې وو.

يوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي ويلي چې له لښګرګاه ښاره لوړ پوړي حکومتي او نظامي چارواکي د يوې څرخي الوتکې په واسطه پنجشنبه نيمه شپه له ښاره وتلي دي.

وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې ډېر چټک پرمختګ وکړانځور: Abdullah Sahil/AP/picture alliance

دغه چارواکي ويلي: «د افغان امنيتي ځواک کابو ۲۰۰ غړي، چې په ولايت مقام کې پاتې ول، د قومي مشرانو په منځګړيتوب طالبانو ته تسليم شوي دي.»

د طالبانو لاسو ته د غور لوېدل

د آلمان د خبري آژانس «ډي پي ای» په حواله طالبانو همدا راز د غور ولايت مرکز فيروزکوه ښار هم نيولی دی. دغه خبره د غور د ولايتي شورا يوه غړي او همدا راز د ولسي جرګې يوې استازې هم تائید کړی دی. 

په دې توګه دا افغانستان پنځلسم ولايت دی چې د طالبانو لاسو ته لويږي. د غور د ولايتي شورا رئيس فضل الحق احسان وويل چې فيروزکوه ښار بې له مقاومته د طالبانو له خوا نيول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې امنيتي ځواکونه او يو شمير حکومتي چارواکي د ښار پوځي مرکز ته ټول شوي دي.

ب. ص/ ش. ن (Reuters, ap,dpa)

زموږ له آرشيف څخه: